واشنګټن 23 جنوری (اے پی پی) امریکا كښې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری وئيلي دي ا??غا??ستان كښې امن، پخوانۍ شخړې ختمولو او سيمه ايز استحکام له د پاك۔ امریکا قوي شراکت دارۍ ته اړتيا ده، د پاك امریکا اړيكې په شريك احترام او شريكو ګټو اډانه دي، ا??غا??ستان كښې د امن بحالۍ له پاکستان تل د نړيوالو هڅو بشپړه مرسته كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده واشنګټن ډی سی كښې ستراتيجك اینډ انټرنېشنل سټډیز سنټر كښې د ’’پاك امریکا اړيكو په سرخط غونډې ته وينا كښې وكړه۔اعزاز احمد چوهدری ووئيل د پاك امریکا اړيكې په شريك احترام او شريكو ګټو اډانه دي۔ ده ووئيل پاکستان او امریکې ترمينځه مرستې ته اړتيا ده كومه چې سيمه كښې امن او استحکام شريك مقصدونو او په خاص توګه ا??غا??ستان كښې د پخوانۍ شخړې امناكه حل له ضروری ده۔ سفیر غونډه په ا??غا??ستان كښې د ا??غا??انو او د ا??غا??انو په مشرۍ كښې د مفاهمتی عمل لپاره د پاکستانی حکومت د ګڼو اقدامات څخه خبر كړه۔ ده ووئيل ا??غا??ستان كښې د امن او امان بحالۍ له پاکستان تل د نړيوالو هڅو بشپړه مرسته كړي او اوس هم چمتو دې۔ ده ووئيل د ا??غا?? مسئلې كوم پوځي حل نشته۔ ده ووئيل پاکستان خپل دا دريځ بيا بيا څرګند كړې چې ا??غا??ستان كښې امن او استحکام زمونږ خپل امن او استحکام له هم ضروری دې۔سفیر اعزاز احمد چوهدری ګډون كونكې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د قربانیو او په دې مهال د ترلا??ه شوې کامیابیو څخه خبر كړل۔اعزاز احمد چوهدری ګډون كونكې پاکستان كښې د سرمایه كارۍ په اړه د ښه موخو څخه خبر كړل، ده ووئيل پاکستان كښې اقتصادی صورتحال كښې د ښه والې په سوب د امريكې ګڼ تجارتی شخصیات سرمایه کارۍ كولو كښې خ??ښې لري۔اعزاز احمد چوهدری د پاکستان او امریکې ترمينځه په اولسي كچه د قوي رابطو پشمول 70 كلن ګڼ اړخيزه اړيكو په بيلو اړخونو رڼا هم واچوله۔