نيورياك 01 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي اس??از?? ډاكټر مليحه لودهي د پاكستان ??خوا د ترهګرې خاتمې لپاره د پشپړه هڅو نه كولو تاثر رد كړے او وئيلي ئې دي چې پاكستاني حكومت د ترهګرې لعنت ختمولو د پوخ عزم په نتيجه كښې د القاعده ??شمول يو شمېر ترهګرې ډلې تباه كړې دي٬ د ترهګرې په ضد ج??ګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو د زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ نړيواله ټولنه دې د ترهګرې په ضد ج??ګ كښې د پاكستان ??ربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ د امريكې آن لائن مجلې امپېكټ مينيا سره په مركه كښې ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې زمونږ په منطقه كښې د القاعده ??ه خاتمه كښې كه هر څو نورو هېوادونو هم مرسته كړې خو په بنيادي توګه دا د پاكستان د هڅو نتيجه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د ترهګرې په ضد ج??ګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو د زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ مونږ تشدد انسانيت لپاره خطر ګڼو خو دا هم حقيقت دے چې د تشدد پېښې په ټوله نړۍ كښې رامېنځ ته كېږي ځكه دا خبره مهمه ده چې نړيواله ټولنه د ترهګرې په ضد ج??ګ كښې د پاكستان ??ربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ هغې ووئيل چې د پاكستان ??ه اړه يوه بله غلط فهمي دا ده چې پاكستان ??و ډېر پاتې هېواد دے خو حقيقت دا دے چې په اسلامي هېوادونو كښې پاكستان ??غه وړومبې هېواد دے چرته چې يوه مېرمن وزيراعظمه وټاكل شوه٬ يوه مېرمن د پارلمان سپيكره وټاكل شوه او يوه مېرمن د مركزي بانك مشره جوړه كړې شوه۔ هغې ووئيل چې كه هر څو زمونږ د هېواد تاريخ د اوو لسيزو نه زيات نه دے خو مونږ د درې زره كلن پخواني تهذيب امين يو٬ خو دا خبره سمه ده چې پاكستان ته خپلې كاميابې په ډاګه ګولو لپاره د لا هڅو كولو ضرورت دے۔ ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې هغې په هره يوه چوكې د ټاكنې نه زده ??ړه كړې او فكر لرم چې د زده ??ړې دا عمل ټول عمر روان ??ي۔ هغې ووئيل چې د يو سفا??تك??ر كار د خلقو زړونه ګټل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې په پاكستان ??ښې د تعليم ودې سره مېرمنې زياتې واكمنې كېدې شي