اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره د داؤدي بوهرہ برادرۍ داعي سیّدنا عالي قدر مفضل سېف ال??ین د ګل په ورځ وزيراعظم آفس كښې ملاقات كړې۔ د وزيراعظم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د سماجي خېر ښګړې په څانګو كښې د بوهره ورورولۍ د خدماتو ستائنه كولو سره پلاوي له باور وركړو ٬ حکومت به بوهرہ برادرۍ سره د ھغوي د بشري خواخوږۍ او په سماجي خدماتو په هره څانګه كښې ملاتړ كوي۔ د ملاقات په مهال سیّدنا مفضل سېف ال??ین په محرم كښې بوهرہ ورورولۍ ته په آسانيو وركولو د حكومتي انتظاماتو ستائنه وكړه۔د ملاقات په موقع صاحبزادہ ادریس بدر الدین، شهزادہ جعفر الصادق عماد الدین، شهزادہ طه نجم الدین، شهزادہ حسېن برهان الدین، شېخ کومیل یو??س بھائي، حسېن شېخ کومیل بھائي، شېخ سېف ال??ین زوم کواله، شېخ ذوالفقار آدم، شېخ م??مد حسېن پونا والا او شېخ م??تنصر پونا والا هم موجود وو۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف هم موجود ٶو۔