اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) د خارجه وزارت وياندې ممتاز زهره بلوچ ويلي چې2024 کال د پاکستان سفارتكارۍ لپاره یو فعاله کال پاتے شوے دے، زمونږ سفارتي هڅو كښې د پاکستان نړیوال پروفایل لوړولو او د نړۍ د هیوادونو سره د خپلو اړیکو پیاوړې کولو ته خاص پاملرنه وكړې شوه۔ د زيارت په ورځ دلته پرېس بريفنګ كښې دې ووئيل د روان كال په مهال آذربائیجان، بېلاروس، بیلجیم، چین، مصر، ګېمبیا، ایران، اردن، قازقستان، ملایزیا، قطر، روس، ساموا، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکمنستان، ترکیه، متحده عرب امارات، ازبکستان او بریتانیا سره د اعلی كچې دورو تبادله وشوه چې ورسره دغو هیوادونو سره مهم تفاهم پېدا كولو كښې مرسته ترلاسه شوه۔ دې ووئيل صدر مملكت آصف علي زرداري په 10 او 11 اکتوبر په اشك آباد كښې ” د وخت او تمدنونو ترمنځ تعلق – د سولې او پرمختګ بنياد” په نړيوال فورم كښې ګډون لپاره د ترکمنستان دوره وكړه۔ دې ووئيل چې وزیراعظم شهباز شریف د آذربایجان، چین، مصر، قازقستان، قطر، سعودي عربستان، ایران، تاجکستان او متحده عرب امارات دورې وكړې۔ وياندې ووئيل چې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د آذربائیجان، بیلجیم، مصر، ګېمبیا، ایران، اردن، سعودی عربستان، ترکیه او برطانیې مهمې دورې وكړې۔ وياندې ووئيل چې دې دورو سره د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو ٬ سياسي تفاهم ته د ودې وركولو او د تجارتي او سرمايه كارۍ اړيكو پياوړې كولو موقعې ترلاسه شوې۔ دې ووئيل پاكستان د يو شمېر بهرنيو شخصياتو كوربتوب وكړو۔ آذربائیجان، بیلاروس، چین، ایران، قازقستان، ملائیشیا، منګولیا، قطر، روس، سعودی عربستا، تاجکستان او ازبکستان څخه د مشرتابه په كچه دورې وشوې او د چين ، سعودی عربستان، ایران، هند، المان، قطر، روسيه او برطانیې سينئر وزيرانو د پاكستان دوره وكړه۔ وياندې ووئيل كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر ، د سي آئي سي اے او سارك عمومي سېكتر ٬ د آئي اېم او او كامن وېلتھ عمومي سېكتر هم د روان كال په مهال د پاكستان دورې وكړې