د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د مصر سفير ایهاب عبدالحمید او د زمبابوے سفير تیتوس مهلیسوا جوناتھن ابو باسوتو جلا جلا ملاقاتونه

image

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د دفاع٬دفاعي پېداوار او هوابازۍ وفاقي وزير خواجه محمد آصف سره د مصر سفير ډاكټر ایهاب عبدالحمید او د زمبابوے سفير تیتوس مهلیسوا جوناتھن ابو باسوتو جلا جلا ملاقاتونه كړي دي چې پكښې د شريكې خوښې او د دوه اړخيزه مرستې په چارو بحث وشو ۔د مصر سفير ډاكټر ایهاب عبدالحمید حسن اسلام آباد كښې د دفاع٬دفاعي پېداوار او هوابازۍ وفاقي وزير خواجه محمد آصف سره ملاقات وكړو ۔د دفاع وزير ووئيل د پاكستان او مصر ترمينځه دوه اړخيز اړيكې په زړه پورې دي او په شريك باور اډانه دي۔ده ووئيل مصر د منطقې يو مهم هېواد دے او د دې استحكام او پرمختګ د مينځني ختيز په منطقه كښې د امن او خوشحالۍ لپاره ضرورې دے ۔د دفاع وزير د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان په غزه د اسرائيلي يرغل سخته غندنه كوي او فلسطين كښې خپلو وروڼو سره د مكمل يووالي څرګندونه كوي۔د دفاع وزير ووئيل د مصر او پاكستان ترمينځه د دفاعي پېداوار پشمول ټولو څانګو كښې د مخ په وړاندې تللو بشپړ صلاحيت موجود دے۔خاص مېلمه نيكو هيلو لپاره د وفاقي وزير مننه وكړه او د دفاع پشمول شريكې خوښې په ټولو چارو كښې يې د پاكستان سره په ګډه د كار كولو لپاره د خپل حكومت عزم څخه خبر كړو۔

د زمبابوے سفير تیتوس مهلیسوا جوناتھن ابو باسوتو هم د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره ملاقات وكړو۔د دفاع وزير ووئيل پاكستان او زمبابوے شريك اقدار او د هلو ځلو په شريك تاريخ اډانه دوه اړخيزه اړيكې لري۔ده د زمبابوے سره سياسي٬اقتصادي او د دفاعي اړيكو قوي كولو خواهش هم څرګند كړو۔دواړو ډلو د دوه اړخيزه مرستې په موجوده كچه د اطمينان څرګندونه وكړه او د شريكې خوښې په څانګو كښې دا مخ په وړاندې بوتللو لپاره يې عزم څرګند كړو۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں