حکومت د ګرانۍ كمولو هدف كښې لويه كاميابي ترلاسه كړې۔ د بلاول بھټو زرداري قامي اسمبلۍ كښې وېنا

image

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي حکومت د ګرانۍ شرح كمولو سره 12 فيصده ته د راوستو هدف مقرر كړے خو په تېرو اته مياشتو كښې دا 9.6 فيصد ته راوستلې شوې٬ دا د ستائنې وړ اقدام دے، د پارلمان او آئين سرلوړي او جمهوريت لپاره به مونږ له د تاٶ تريخوالي سلسله ختمول وي٬ د سياسي اختلافات باوجود ورکنګ ريليشن شپ ساتل ضروري دے٬ د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ ميډيا او اپوزيشن لپاره ناوړه الفاظ استعمالول او د ججز په ضد انتقامي كاروائي كولو سره د صوبې د اولس خدمت نه كوي٬ سياست كوي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د وېنا په مهال بلاول بھټوزرداري ووئيل نن د ايوان په ګېلريز كښې د پاكستان زده كوٶنكي او ځوانان ناست دي٬ څوك چې د هېواد سباٶن سر تعلق لري٬ مونږ ته چې ګوري نه دوي كښې به يو كس سياست مدار جوړ نه شي، په جمهوري ټولنه كښې پارلماني غړي جوړېدل د فخر او اعزاز خبره ده۔ ده ووئېل په افسوس سره وائم چې يوې مودې راهسې د سياست نه لوبې جوړې كړې شوي٬ مونږ هم د دې سياست د لارې ځوانانو ته روزګار وركول٬ معاشي انصاف او هېواد چلول غواړو ، مونږ ستونزو سره مخ يو خو زه باور لرم٬ چې دا ماشومان ستر شي نو مونږ به د منطقې مشري كوٶ۔ ده ووئېل پارلمان سپريم اداره ده، د كوم آئين په سبب چې دا اداره او هېواد چلېږي د ھغې آئين د سرلوړۍ نه غېر پارلمان او هېواد نشي چلېدے۔ ده ووئيل سياست پخپل ځاے خو ورکنګ ريليشن شپ ساتل ضروري دے ٬ په دې لړ كښې مونږ له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول پكار دي۔ ده ووئيل د شور كولو په ځاے په مسئله خبره پكار ده٬ چې اپوزيشن خپلې ذمه وارۍ نه ترسره كوي نو دې سره به مسئلې راپېدا شي٬ په كومه صوبه كښې چې د دوي حكومت دے هلته د روزګار، ګرانۍ، تعليم او ترهګرۍ غوندې لوئي مسئلې رامخې ته دي٬ كه د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ دا ذمه واري ده چې ميډيا او اپوزيشن لپاره ناوړه الفاظ استعمال كړي او د ججز په ضد انتقامي كاروائي وكړي نو ھغه خدمت نه كوي٬ سياست كوي۔ ده ووئيل زما كورنۍ آئين او جمهوريت لپاره قربانۍ وركړي٬ شهيدې بېنظير بھټو نوازشريف سره په ګډه ميثاق جمهوريت لاسليك كړے٬ مونږ په اتفاق سره اتلسم بدلون منظور كړے٬ كه داسې هېواد چلول دي نو د ايوان دواړو اړخونو٬ “حكومتي او اپوزيشن” له به په ګډه كار كول وي٬ حکومت سره زر ځله اختلافات كېدے شي خو د هېواد مسئلې حل كول ضروري دي٬ تنقيد مونږ هم كړے ٬ وخت راغلے چې مونږ جاج واخلو چې د حكومت كاركردګي څنګه ده ۔ ده ووئېل حکومت په اته مياشتو كښې د ګرانۍ شرح 9.6 فيصده ته راوستې او هدف 12 فيصد ته د راوستلو مقرر شوے ٶ٬ په دې اقدام د حكومت ستائنه هم پكار ده ٬ مونږ له حكومت ته مشوره او تجويزونه هم وركول پكار دي چې داسې اقدامات وكړي چې ورسره ګراني نوره هم كمه شي۔ ده ووئيل زه په ډېر افسوس سره وائيم چې يو سينئر سياستدان د هاٶس نه د استعفيٰ اعلان كړے٬ زه د مېنګل پرېكړې مايوسه كړم٬ د صوبې مسئلې حل كولو لپاره د ھغه په ايوان كښې موجودګي ضروري ده۔ زه به په پخواني وزيراعظم تنقيد كوم خو ولې تاسو اسمبلۍ او كمېټۍ مه پرېږدۍ او خپلې ذمه وارۍ ترسره كړئ٬ ما وړاندې هم وئيلي وٶ چې قامي او صوبائي اسمبلۍ مه پرېږدۍ۔ ده ووئېل بايد مونږ اختيار مندې كمېټئ جوړې كړو چې پكښې د ټولو ګوندونو نمائندګي وي د پارلمان اوز ائين بر لاسي او د جمهوڅريت لپاره به د تاو تريخوالي لړۍ ختمول وي

مضمون کا ماخذ : bolão quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں