پېنډۍ 06 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د جمعې په ورځ د پاكستان دفاع ورځ په موقع د کيپټن احمد بدر شهيد كور ته لاړو او د شهيد پلار کرنل (ر) بدر الدين او نورو سره ملاقات وكړو۔ وفاقي وزير په دې موقع د شهيد كورنۍ سره غمرازي كولو سره د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ د شهيد كورنۍ سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل کيپټن احمد بدر شهيد زمونږ فخر دے٬ قام به د شهيد قربانۍ هېڅ كله هېرې نه كړي٬ د شهيدانو قربانۍ به عبث نه شي۔ وفاقي وزير ووئيل د شهيد پلار د يو عظيم او باهمته پلار ثبوت وړاندې كړے٬ د خپل زوي په شهادت چې ده د كومې جذبې څرګندونه كړې ټول قام په دې وياړ لري٬ وفاقي وزير ووئيل نن چې مونږ پخپلو كورونو كښې محفوظ يو نو دا د احمد بدر شهيد غوندې د شهيدانو د قربانيو په سبب دے ۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت او پاك پوځ د فتنه الخوارج د خاتمې عزم لري٬ د فتنه الخوارج لعنت به خاتمه كوٶ۔ ده ووئيل په 27مه روژه د پاكستان جوړېدل د دې خبرې دليل دے چې دا هېواد به تر قيامته قائم وي۔ ده ووئيل په تاريخ كښې د اسلام په نامه دوه ځله هجرت شوے٬ يو د مدينې هجرت او يو هجرت په كال 1947 كښې پاكستان لپاره شوے ٬ دا هېواد په عظيمو قربانيو ترلاسه شوے۔ ده ووئيل د شهيدانو په مونږ قرض دے٬ لوي څښتن دې د کيپټن احمد بدر شهيد په طفيل مونږ له هم توفيق راكړي چې د هېواد خدمت وكړو٬ د شهيد مور پلار ته سلام كوٶ۔ په دې موقع د کيپټن احمد بدر شهيد پلار کرنل ريټائرډ بدر الدين خپلو خبرو كښې ووئيل زه وياړم چې د يو شهيد پلار يم٬ په كومه بهاردۍ او جرات سره جې زما زوې شهيد شوے ھغې زما سر په وياړ هسك كړے٬ ده ووئيل د شهيد كېدو نه وړاندې زما زوي ته خپل ملګري وئيلي وٶ چې دښمن مخامخ دے شا ته شې خو زما زوي ووئيل كه په شا شوم نو قام او پوځ له به څه ځواب وركوم۔ ده ووئيل ټول قام چې زما د زوي په شهادت د كومو جذباتو څرګندونه كړې په ھغې مننه كوم۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير عطاء الله تارړ د جمعې په ورځ پېنډۍ كښې د کيپټن احمد بدر شهيد كور ته لاړو او د شهيد پلار کرنل ريټائرډ بدر الدين او د ھغه كورنۍ سره ئې ملاقات وكړو او شهيد کيپټن احمد بدر ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔