د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د جے پي مورګن سي اي او په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

image

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د جے پي مورګن پاکستان سي اي او امين محمد خواجه په مشرۍ كښې د نړيوالو سرمايه كارو پلاوي ليدلي ۔په دې موقع د سرمايه کارو د اړخه د پاکستان په معيشت كښې اداره جاتي سرمايه کاري او د فکسډ انکم سرمايه کارۍ په موجوده موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شورو په روځ د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې پريس ريليز له مخې د ملاقات په مهال د خزاني وزير د پاکستان ميکرو اکنامك اشارو په ښه كيدو رڼا اچولو سره ووئيل برآمدات كښې 14 فيصده اضافه شوې دغسې د افراط زر شرح 9.6 فيصد ته كمه شوې كومه چې د تيرو 34 مياشتو په مهال تر تولو كمه كچه ده۔ده د پاکستان کريډټ ريټنګ د ښه والې هم په زكړ وكړو كومه چې د مستحکم اقتصادي نکته نظر عکاسي ده۔ده د حکومت ډھانچه جاتي اصلاحات په تګلاره هم رڼا اچولو سره ووئيل د ھانچه جاتي اصلاحاتو مقصد د ټيکس بنياد پراخه كول دي ، د پبلک سيکټر او توان په څانګه كښې اصلاحات كول دي۔ وفاقي وزير ووئيل د اصلاحاتو سره به په مجموعي توګه ميکرو اکنامك استحکام له مرسته تر لاسه شي۔ده د سرکاري ادارو کارکردګۍ او ګورننس زياتولو لپاره د كوټلې اصلاحاتي ايجنډې په اړه د حکومت د عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل د اصلاحاتو ايجنډا غير ملکي سرمايه کارو لپاره زيات ښه چاپيرچل او د معيشت اوږد مهاله استحکام باوري كولو له مرتب کړې شوې۔د ملاقات په مهال د نړيوالو سرمايه كارو پلاوي پاکستان كښې کاروبار لپاره ښه چاپيرچل وركولو په اړه د حکومت هڅي وستائلي او په سرمايه کارۍ كښې د زياتوالي امکانات په اړه ئې هيله څرګنده كړه۔په دې موقع د تجديد وړ توان ، انفارمېشن ټيکنالوجي، بنيادي ډھانچې پرمختګ او مالياتي څانګي پشمول نورو څانګو كښې د سرمايه کارۍ په موجوده موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د سرمايه کارو منصوبو كښې آسانيو راپيدا كولو په اړه د حکومت د اړخه د بشپړه مرستي باور وركړو او د پاکستان اقتصادي پرمختګ كښې په شراکت دارۍ يي د هغوي د خوښۍ لرلو هركلے وكړو

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں