اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود سره د جاپان د نړيوالې مرستې ادارې “جائيكا” پلاوي د ادارې نائب صدر ډاكټر ټوډا ټ??كا?? په مشرۍ كښې د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې د تعليم وزير شفقت محمود ووئيل پ??کس??ان او جاپان زړې او قوي اړيكې لري٬ جائ??كا پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې كار كوي٬ خو پاكستان كښې د تعليم په مېدان كښې د جائ??كا كردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د شرح خواندګۍ ټيټه كچه زياتول او د سكول نه بهر ماشومان سكولونو كښې د داخلولو پروګرام په ګبرد هېواد كښې پېل كوٶ۔ شفقت محمود ووئيل د استاذانو كمې او سكولونو ته د رسېدو مسئله حل كولو لپاره به ټېكنالوجي كاروٶ۔ ده ووئيل د ټولو صوبو په مرسته به يو نظام او نصاب وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل د تعليم معيار لوړولو او د سكول څخه د پېشه وره تربيې تعليم پېل كوٶ۔ په دې موقع د جائ??كا نائب صدر ډاكټر ډوډا ټ??كا?? ووئيل د اوږدې مودې راهسې جائ??كا پاكستان كښې د تعليم او په نورو څانګو كښې جائ??كا خپل خدمات ترسره كوي۔ ده ووئيل مونږ پاكستان كښې د جائ??كا د جاري تعليمي پروګامونو به مجموعي جاج اخلو۔ ده ووئيل د خواندګۍ شرح زياتول او په سكولونو كښې د ټېكنالوجۍ كارولو پحقله د جائ??كا پوهان خپله ممكنه مرسته وركولې شي۔