اسلام آباد 30 جنوری(اے پی پی) د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي چې د توان په څان??ه كښې به د پاكستان او آذ??با??يجان شريكه وركنګ ډله جوړولې شي٬آذ??با??يجان پاكستان كښې د اېل اېن جي په سېكټر كښې د سرمايه كارۍ خوښي لري۔ د شورو په ورځ د آذ??با??يجان سفير چنګيز كروبي د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات پھ مهال د دواړو هېوادونو د شريكې خوښې په چارو غور وشو۔ د آذ??با??يجان سفير په دې موقع وفاقي وزير په پاكستان كښې د آذ??با??يجان سټېټ آئل كمپني په پاكستان كښې د اېل اېن جي په سېكټر كښې سرمايه كارۍ كښې د خوښي لرلو څخه هم خبر كړو۔ دا خبره دې ياده وي چې فروري 2017 كښې په دواړو هېوادونو كښې د دوه اړخيزه حكومتي لوظ نامې ترمخه د تېل او ګاز څخه جوړېدونكو مصنوعاتو پشمول په نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته سلا راغلې وه دغسې په روانه مياشت كښې د آذ??با??جان خارجه وزير د پاكستان متوقع دورې په مهال په تجارتي لوظ نامو د لاس ليك امكان دے۔ وفاقي وزير د آذ??با??يجان سفير له باور وركړو چې د پیټروليم ډويژن ياده شوې لوظ نامه د كابينې او آئي سي سي څخه د منظورولو لپاره به بشپړه هڅې كولې شي۔ په دې موقع د آذ??با??يجان سفير د پېټروليم وفاقي وزير له په 29 مئي 2019 كيسپين آئل اينډ ګيس كنفرنس كښې د شموليت بلنه وركړې وه كومه چې هغه قبوله كړې