اسلا?? آباد 01 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د کتاب كلتور او د لوستې عادت د پرمختللېو هېوادونو په اسلوبو كښې شامل دے ٬ زمونږ په هېواد كښې دا اسلوب خپلولو ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې د ??ېش??ل بك فاٶنډېشن هڅې د قدر وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ايوان صدر كښې د ??ېش??ل بك فاٶنډېشن لخوا د وركړې شوې بريفنګ په مهال كړې۔ په دې موقع د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن وفاقي وزير شفقت محمود هم موجود ٶ۔ اولس مشر ووئيل زده كوٶنكو ٬ اس??اذ??نو او عام وګړو ته معياري او آرزانه كتابونه وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل د كتاب د كلتور ودې لپاره د حكومت پشمول د ټولنې ټولو طبقو له به خپل بشپړ كردار لوبول وي۔ اولس مشر د ??ېش??ل بك فاٶنډېشن لخوا د چلېدونكي موبائل بك شاپ او د دغې د لارې لرې پرتو سيمو كښې د كتابونو نندارتون ستائنه كولو سره ووئيل دا كار يو قامي خدمت دے كوم چې په زړه پورې ډول روان ساتل پكار