اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي بايد وفاقي محتسب د شكايات جمع ك??لو په حقله په اولس كښې شعور بېدارولو له اولسي كمپائن پېل كړي او په دې لړ كښې په ټول هېواد كښې په درې مياشتني بنياد سېمينارونه وكړې شي۔ ده دا خبرې وفاقي محتسب سيد طاهر شهباز سره د خبرو په مهال وكړې چا چې اولس مشر سره د شورو په ورځ ملاقات كولو۔ اولس مشر د شكايات ازالې لپاره وفاقي محتسب ته رجوع ك??لو لپاره په اولس كښې شعور بېدارولو له په ټول هېواد كښې د درې مياشتنې سېمينارونو كولو امر وكړو۔ دوي د وفاقي او صوبائي محتسب د شريكو سېمينارونو مشرۍ كولو سره هم اتفاق وكړو چې دغسې اولس د شكاياتو ازالې لپاره د دې دفترو د كردار نه لا خبر كړ?? شي۔ اولس مشر عارف علوي د وفاقي محتسب لخوا د بېدارې كمپائن لپاره د پي ټي اے او پېمرا په اعتماد كښې په اخستو هم زور راوړو۔ اولس مشر سپارښتنه وكړه بايد اېس اېن جي پي اېل او د برېښنا كمپنې ﴿ډسكوز﴾ وفاقي محتسب ته د رجوع ك??لو پېغامونه خپاره كړي۔ اولس مشر د وفاقي محتسب لخوا خدماتو ته په رسنه كښې د اولس اسانيو لپاره د اېپلي كېشن د اجرا هم امر وكړو۔ د ملاقات په مهال وفاقي محتسب طاهر شهباز اولس مشر د وفاقي محتسب سېكرټرېټ كاركردګې نه هم خبر كړو۔ ده ووئيل تراوسه 86 زره راغلې ګېلې لرې كړ?? شوي چې پكښې په 92 فيصده عملدرآمد شوے۔ په دې شرح كښې د لا بهترې امكان دے۔ ده اولس مشر د سترې محكمې په هدايت د شوو بېلا بېلو خاص سټډيز په اړه هم خبر كړو۔ ده ووئيل وفاقي محتسب د يونيسف په شركت د پاكستان په ټولو صوبو كښې په شپږو زندانونو كښې د اسانيو سروے كړ??۔ اولس مشر د وفاقي محتسب هڅې ستائيلو سره سپارښتنه وكړه بايد شتمند خلق د بنديوانو او په خاص توګه د كم عمره بنديوانو خېر ښېګړې په عمل كښې شريك كړ?? شي۔ وفاقي محتسب ووئيل په لويه شمېره د التوا ښكار 20 وفاقي ادارو لپاره مربوط كمپلېنټ مېجنمنټ سسټم هم پېل كړ?? شوې۔ دې سره وفاقي محتسب سېكرټرېټ ته د داسې ټولو ګېلو په خپل پورټل د منتقل كولو اجازه ترلاسه شوې كومې چې په 30 ورځو كښې دغې ادارو نه وي حل كړي۔ په سباؤن كښې به اولس ته ??ور?? اسانيې وركولو لپاره په دې مربوط نظام كښې نورې ادارې هم شاملولې شي۔