اسلام آباد ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) د نېشنل هېلت سروسز ٬ رېګولېشنز اېنډ كوآرډينېشن وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي فارم?? انډسټری د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي او حكومت به د فارما سوټيكل انډسټرۍ حالات لا ښه كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ فارما سوټيكل انډسټري ته پېښې مهمې مسئلې حل كولو له حكومت ټولې ممكنه هڅې كوي دغسې چې دا صنعت ښه ترقي كولو سره د برآمداتو په وده كښې فعاله كردار ترسره كړي۔ د دې خي??لاتو څرګندونه ده د اسلام آباد او پندۍ مهم فارما مېنوفېکچررز او اېکسپورټرز يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه ك??م چې د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر احمد حسن مغل په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو۔ وفاقي وزير ووئيل ډېر زر به د فارم?? انډسټري استازو سره يو بل ملاقات كوم په كوم كښې به چې انډسټري سره اړوندو ټولو حكومتي چارواكو ته هم بلنه وركولې شي دغسې چې د سټېك هولډرز د وړاندېزونو په رڼا كښې فارما صنعت ته د پېښو مهمو مسئلو حل كولو له اصلاحي ګامونه پورته كړې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر احمد حسن مغل ووئيل فارم?? انډسټري د هېواد تر ټولو زياتې تندۍ سره پرمختګ كوؤنكې صنعت دې ولې د حكومت د پام څخه محروم پاتې كېدو لامله يو شمېره مسئلو سره مخ دے۔ ده ووئيل د حكومت د غوره پاملرنې په سبب د انډيا د فارم?? انډسټري كلن برآمدات 24 ارب ډالره ته رسېدلي او د پاكستان د فارما مصنوعاتو برآمدات يوازې 25 كروړه ډالره دي۔ ده غوښتنه وكړه چې حكومت دې فارم?? انډسټری پلو خاص پام وكړي او د دې مسئلو حل كولو له دې ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل كه حكومت مرسته وكړي نو فارم?? انډسټري د برآمداتو زياتولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي او دې سره به د پاكستان د زرمبادله پنګې ??م زياتې شي۔