اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د پاكستان او چين دو??تي لازواله ده٬ د سي پېك په ضد د ناوړه عزائم لرونكو ارادې په خاورو كښې د خاورو كولو صلاحيت لرو٬ دا پروژه به ترسره كولې شي٬ پروژه به د پاكستان په معاشي خوشحالې او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ د جمعې په ورځ كراچې كښې د چينائي قونصلګرۍ په معامله ايوان په اعتماد كښې اخستلو سره شاه محمود قريشي ووئيل نن سهار درې ترهګرو د چين قونصلګرۍ ته د ??نو??لو هڅه وكړه۔ زه د سندھ پو??يس هغو دوو ځوانانو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كول غواړم كومو چې خپل ځان قربان كړو او د ترهګرو په لاره كښې ديوال شول۔ ده ووئېل پو??يس اهلكارو د جرات په نتيجه كښې يو ځانمرګي بريد كوونكي خپل ځانمرګي واسكټ كارولې ۔ ده ووئيل دوه ترهګرو د قونصل سېكشن ته د داخلې هڅه وكړه خو بايد دا اطمينان ولرلې شي چې رېنجرز په وخت ځائ ته ورسېدل او ټوله سيمه ئۍ محاصره كړه او دو??ړه ترهګر ئې انجام ته ورسول۔ ده ووئيل رېنجزر او پو??يس دو??ړو ته مباركي وركوم۔ شاه محمود ق قرېشي ووئيل په قونصلګرۍ كښې 21 چينائي اهلكار موجود وو كوم چې ټول محفوظ دي او دا مونږ لپاره د اطمينان خبره ده ٬ ده ووئېل ټوله عمله محفظ ځائ ته رسولې شوې ده۔ خارجه وزير ووئيل د چين خارجه وزير سره به مې نن په دې پېښه خبرې كېږي۔ ده ووئيل ځينې قوتونه د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په ضد د وړومبې ورځې نه كار كوي۔ ده ووئيل ټول قام او چين په دې خبره متفق دے چې سي پېك د دو??ړو ??ېو??دونو ضرورت دے او د دې ګټه به ټولې منطقې ته ورسي