اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكوم?? د ??ېواد معاشي استحكام لپاره هر ډول هڅې كوي٬ د تېرو حكومتونو ?? غلطو پالېسو له امله د هېواد معيشت سختو ستونزو سره مخ شوے٬ د پي ټي آئي حكومت ګن شمېر درست اقدامات كړي دي او مثبتې نتيجې ئې راوځي٬ معاشي صورتحال مستحكم كولو لپاره آئي اېم اېف سره خبرې روانې دي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خپله مركه كښې وفاقي وزير ووئيل چې تېرو حكومتونو هېواد په قرضونو كښې ښكېل كړې٬ د قرضونو ??قم په غېر ضروري پروژو يا څيزونو ??رڅ كړے شوے كوم چې دوي لپاره ګټور وو۔ ده تور ولګولو چې د تېر وخت واكمنو قومي دولت لوټلې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د شريف وروڼو او زرداري څخه لوټل شوې دولت وصولولو سره د هېواد مالي بحران ختم كېدے شي۔ ده ووئيل چې دا د پي ټي آئي من??ور دے او وزيراعظم عمران خان په ټولټاكنو كښې لوظ كړے چې د كرپټ خلقو احتساب به كېږي او لوټل شوې دولت به بېرته رواړلې شي۔ ده ووئيل چې د كرپټ خلقو په ضد كرېك ډاؤن به روان وي۔ مونږ به هغه بدلون راولو د كوم چې مونږ په ټولټاكنو كښې لوظ كړے۔ ده ووئيل چې تېرو حكومتونو ??دارې تباه كړې دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان به د نومبر په 29مه نېټه د 100 ورځو په پوره كېدو د حكوم?? د ??اركردګې په اړه قوم په اعتماد كښې اخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اپوزيشن اېن آر او غواړي خو حكومت به د دوي دا خواهش پوره نه كړي۔