كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د عمران خان پھ مشرۍ كښې په هېواد كښې د مډل او وروستو پاتې طبقې انقلاب راغلې٬د كراچۍ د هېواد په سياست كښې مهم كردار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې د پاكستان ??حر??ك انصاف ?? قامي او صوبائي اس??بلۍ غړو او نورو عهديدارانو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ پھ دې موقع ?? قامي اس??بلۍ دوهم سپيكر قاسم سوري٬وفاقي وزير ميا محمود سومرو٬صوبائي صدر امير بخش بھټو٬ د صوبائي اس??بلۍ غړي حليم عادل شېخ٬د سندھ اس??بلۍ اپوز??شن مشر فردوس شميم نقوي٬ د كراچۍ ډويژن صدر خرم شېر زمان او نور غړي هم موجود وو۔ فواد چوهدري ووئيل چې ټاكنې به د عمران خان د نظريې له امله ګټلې شي۔ ده ووئيل چې په وزيراعظم هاؤس كښې د ګيلو سيل جوړ كړې شوې او د سندھ ګورنر ته هم وئېلې شي چې هغه دې په ګورنر هاوس كښې د اولس د ګيلو سيل جوړ كړي۔ ده ووئيل د بېنظرانكم سپورټ پروګرام له مخې هر يو ?? قامي او صوبائي اس??بلۍ غړې دې د 2000 كسانو لسټ جوړ كړي٬ دا لسټونه به په دې پروګرام كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل چې د وفاقي حكومت د متحده عرب اماراتو سره خبرې شوي دي او په كراچۍ كښې به د اوبو لپاره پلانټ ولګولې شي۔غونډه كښې ?? قامي او صوبائي اس??بلۍ غړو د خپلو خپلو سيمو مسئلو او راتلونكو بلدياتي ټاكنو كښې د ګوند د پالېسۍ په اړه خبرې وكړې۔