پېنډۍ 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ??ئي??ي دي پاكستان به د چا په جنګ كښې برخه نه اخلي٬ زمونږ پاليسۍ د قام بهترۍ لپاره دي٬ نن هېواد د مسئلو سره مخ دے ??و د عظيم هېواد جورولو لپاره عزم لرو٬ چې كوم قام يو موټې وي نو اعلٰې مقام ترلاس?? كوي٬ تر منزله رسېدو به هر وګړي له د خپلو ذمه واريو احساس كول وي۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې 6م ستمبر د دفاع او شه??دا??و ورځې په لړ كښې د پوځ په مركزي دفتر كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئېل زه د شه??دا??و قربانيو ته سلام كوم او ما ته نن هم د 65 19د جنګ د ډزو غږونه ياد دي۔ ده و??ئي?? د 65 19په جنګ كښې د قام جذبه د ليدلو وه٬ وزيراعظم و??ئي?? زه د ترهګرۍ په ضد د جنګ خلا ووم د كوم بل چا په جنګ كښې دښمن زمونږ ګټه پورته كړه۔ ده ووئېل زه تاسو ټولو سره لوظ كوم چې پاكستان به كله هم د بل په جنګ كښې برخه نه اخلي او زمونږ خارجه پاليسۍ به هم د قام بهترۍ لپاره وي۔ ده و??ئي?? پاك پوځ د خوږ هېواد پېشه وره او د احترام وړ اداره ده ٬ ده ووئېل په سياسي لاس وهنه ادارې تباه كېږي ٬ مون?? له خپلې ادارې قوي كول پكار دي۔ ده و??ئي?? پاك پوځ يوازنۍ اداره ده چرته چې مېرټ باوري كړې شوې او پوځ كښې سياسي لاس وهنه نشته۔ ده و??ئي?? لوي څښتن زمونږ هېواد ته سره زر٬ سپين زر٬ تانبا٬ ګاز ٬ برېښنا اور نور معدنيات وربخښلي او هېڅ ډول كمې نشته خو ادارې قوي كول دي۔ ده ووېيل پاكستان يوازنې هلېواد دے كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوې ٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل حضورۖ د نړۍ تر ټولو عظيم لارښود ؤ او قرآن پاك د سيرت النبيۖ نه د زده كړې امر كوې۔ ده و??ئي?? نبي كريم ۖ د مدينې په رياست كښې د مېرټ نظام معرفي كړې ٶ او مون?? له به د مدينې رياست د غوره اصولو له مخې مخ په وړاندې تلل وي۔ وزېراعطم د ترهګرۍ په ضد د وسله والو ځواكونو ٬د ستخباراتي ادارو٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د قام قربانيو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې۔په دې موقع وفاقي وزيران ٬ چوهدري فواد حسېن٬ پروېز خټك٬ شاه محمود قرېشي٬ شېخ رشيد احمد٬ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ٬ د سول او پوځي چارواكو سره سره پارلماني غړو او د شه??دا??و كورنيو په ګن شمېر دستوره كښې ګډون كولو۔