اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د وزیراعظم د قانوني چارو سصلاحكار بېرسټر ظفر اﷲ خان وئيلي دي اسلام كښې د ټولو اقلیتونو حق??نه معلوم دي ، په ميثاق مدينه كښې اقليتونو ته يو برابر حق??نه وركړې شوي٬ اسلامي رياستونو كښې د اقليتونو د ځان او مال حفاظت په مسلمانانو فرض دے٬ د ټولنې هر كس دې غېر مسلمو سره ښه سلوك وساتي۔ د شورو په ورځ په اسلامي نظرياتي كونسل كښې د “پېغام پاكستان٬ د علماﺀ كرامو متفقه اعلاميه/فتوېٰ سوله ايز پاكستان لپاره د دې اهميت” او مجله ٬ اجتهاد شمېره 11٬ سېمپوزيم په مهال د م?? كتنې دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د م??مدۖ سيرت طيبه زمونږ لپاره نم??نه حيات دے۔ بېرسټر ظفر اﷲ خان ووئيل اسلام كښې اقليتونو سره د ظلم روايات نه شته۔ ده ووئيل محمدۖ اقليتونو سره د ښه سلوك امر كړې او وئيلي ئې دي كه د يو مسلمان نه غېر مسلم ته زيان رسي نو د جنت خوشبو هم نه شي بويولې۔ ده ووئيل د اجتهاد شماره بحالۍ د اسلامي نظرياتي كونسل يو ښه اقدام دے۔ ده ووئيل په دې كښې د پوهنتونونو٬ سكالران٬ پروفېسران او د علماﺀ كرامو هڅې د ستائنې جوګه دي۔ په دې مو??ع د اسلامی نظریاتی کونسل چیئرمېن هم وېنا وكړه۔ په دستوره كښې د اسلامي پوهنتون رېكټر پروفېسر ډاکټر معصوم یٰسین زئۍ، د قائداعظم پوهنتون وائس چانسلر جاوېد اشرف، علماء کرامو او نورو شخصياتو هم ګډون وكړو