ګوادر 29 جنوری (اے پی پی) پاکستان او چین د ګل په ورځ د ګوادر او چین بندرځائې ښارونو ترمينځه د مرستې لا قوي كولو په لړ كښې په 5 لوظنامو او د مفاهم پھ يو يادښت لاس ليك وكړو۔ د ګل په ورځ ګوادرفری زون فیز ون پرانستې نه پس وزیراعظم شاهد خاقان ??با??ی په موجودګۍ كښې د دواړه هېوادونو نمائندګانو په 5 لوظنامو او د مفاهم پھ يو يادښت لاس ليك وكړو، د بلوچستان وزیراعلیٰ عبدالقدوس ب??نج??، د كورنيو چارو وزیر احسن اقبال،وفاقی وزیرمیرحاصل خان ب??نج??، د اطلاعاتو او خپرونو دومه وزيره مریم اورنګزیب ، د چین د اوورسیز پورټ هولډنګ کمپنېۍ چئیرمېن ژانګ باؤ زونګ او د ګوادرپورټ اتھارټی چئیرمېن دوستین خان جمالدینی هم په دې مهال موجود ؤ۔ په كومو لوظنامو چې لاس ليك شوې په هغې كښې د ګوادراو چین بندرځائې تیان جن دواړه بندرځايونه او ګوادر او چین ??یو??ګ ښارونه غبرګ ښارونه ګرځولو لوظنامه شامل ده۔دغسې د پاکستان سټیټ آئل ، جی آئی ټی ایل او ګوادر ترمينځه د نزدې مرستې لوظنامه لاس ليك شوې۔سیکیورټیز اینډ ایکسچینج کمېشن آف پاکستان او چین فری ټریڈزون کمپنۍ ترمينځه د مرستې او ګوادر او ایچ اے ټی اے ټریډ سټی ترمينځه لوظنامې لاس ليك شوې۔ د دواړه هېوادونو نمائندګانو د ګوادر ضلعی حکومت او چائنا اوورسیز پورټس هولډنګ کمپنۍ ترمينځه د غريبۍ ختمولو اقدام په لړ كښې د مفاهم يو دستاویز هم لاس ليك كړې