اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د خارجه چارو خاص سېكتر اعتزاز احمد وئيلي دي پاكستان د افغانستان پرمختګ او د ادارو استعداد زياتول?? لپاره د يو ارب ډالرو د پرمختيائي مرستې كولو پوخ عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ده دا خبرې تېره ورځ په پمز كښې په افغان هېلتھـ پروفېشنلز كښې د سرټيفېكېټ وېشلو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومو كښې چې د يو كال د تربيې او د كار استعداد زياتولو پروګرام ترسره كړو۔ اعتزاز احمد په ??ې موقع خ??ص مېلمه ??ه۔ په پاكستان كښې د افغانستان د سفارت قونصلر سيد عبدالناصر يوسفي هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته د وېنا په مهال اعتزاز احمد ووئيل پاكستان افغان ډاكټرانو٬ نرسز او پېرامېډېكس ته په كابل٬ جلال آباد او ننګرهار كښې د پاكستان لخوا جوړو كړو درېو روغتونونو چلول?? لپاره تربيه وركوي۔ دستورې ته د اسلام آباد د پمز وائس چانسلر پروفسېر ډاكټر جاوېد اكرم هم وېنا وكړه۔ افغان قونصلر د افغانستان پرمختګ او رغونې لپاره د پاكستان مرسته وستائيله او هيله ئې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو په مېنځ كښې به نه يوازې د روغتيا په اړه بلكې په نورو څانګو كښې هم مرسته روانه ساتلې شي۔