اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د بدعنوانۍ خاتمه د پاكستاني قام د زړه آواز دے٬ د پاكستان حكومت او د خوږ هېواد ادارې د فرق نه غېر ٬ سپېځلې او منصفانه احتساب لپاره يو موټې دي٬ د تهمت لګولو او د تحقيق نه غېر د تورونو لګولو رويې حوصله شكني كولو سره دې د ا??صاف تقاضې د ترسره كولو روايت رائج كړې شي او په هېواد كښې دې د قانون سرلوړي باوري كړې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د بدعنوانۍ مخنيوي ??ړيوالې ورځې مناسبت سره دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دستورې ته د نېب چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد ا??بال او د پل??اټ مشر احمد بلال محبوب هم وېنا وكړه۔ اولس مشر ووئيل د قانون سرلوړۍ باوري كول دې لپاره ضروري دي چې د ا??لس د حقونونو عصب كوٶنكو حوصله شكني وكړې شي او د ا??لس د ??عا??ي ٬ سياسي او ??عا??رتي حقونو د قتل عام لاره ونيولې شي۔ اولس مشر په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې په قامي ادارو كښې د بدعنوانۍ ګراف ټيټ شوې او د دې تصديق نړيوالې ادارې هم كوي۔