اسلام آباد 28 نومبر (اے پی پی) احتساب عدالت د پخواني و??ير??عظم نواز شريف ?? اړخه د سماعت ځنډولو خواست منظورولو سره نور سماعت تر 4 دسمبر ځنډولې دے۔ د نهې په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشير د ريفرنس سماعت وكړو۔پخوانې و??ير??عظم نواز شريف ٬ د هغه لور مريم نواز او زوم كيپټن(ر)محمد صفدر په عزيزيه٬ فليګ شپ٬ ايوان فيلډ پراپرټيز په اړه دائر كړې د نيب ريفرنسز سماعت له احتساب عدالت ته وړاندې شول۔ د نواز شريف وكيل خواجه حارث په غير موجودګۍ مرستيال ??كيل لخوا د سماعت ځنډولو خواست جمع كړې شو۔ په خواست كښې موقف اختيار كړې شو چې درې واړه ريفرنسز يو كولو په اړه د هائي كورټ پريكړه محفوظ ده٬ دې لپاره دې د كيس سماعت وځنډولې شي۔د جج محمد بشير په پوښتنه مرستيال ??كيل ووئيل د نواز شريف وكيل په سپريم كورټ كښې مصروف دے ۔ د نيب پراسيكوټر موقف ؤ چې هائي كورټ حكم امنتاعي نه دې جاري كړې دې لپاره كيس نشي ځنډېدلې او تر دې چې عدالت د پريكړې اورولو د وخت هم نه دې وئيلي۔ جج پوښتنه وكړه چې تاسو په درې واړه ريفرنسز كښې د يو فرد جرم لګولو استدعا كړې۔ په دې مرستيال ??كيل ووئيل مونږ متبادل استدعا هم كړې چې دوه ريفرنسز دې يو كړې شي ۔ دغسې عدالت سماعت تر 4 دسمبر وځنډولو