پېښور ۔01 دسمبر (اے پی پی ) پېښور كښې په ډائرېکټورېټ زراعت د ترهګرۍ بريد په نتيجه كښې 3 تنه مړه او 17 نور ژوبل شوي دي۔ بياهم د پوليس او پاك پوځ په وخت كاروائۍ كولو په س??ب بريد كوؤنكي 5 واړه ترهګر ??ژل?? شوي۔ اېس اېس پي آپرېشن پېښور ووئيل چې دا ترهګر په شټل كاك برقعه كښې راغلي وو او د ركشې د لارې ډائرېكټرېټ ته رسېدلې وو۔ د جمعې په س??ار د ډایرېكټرېټ ودانۍ ته ننوتلو سره دوئي سمدستي ډزې پېل كړې۔ د بريد اطلاع په ترلاسه كېدو په س??دستي توګه پوليس د ا??ني??ي ځواكونو ځوانان د پېښې ځائې ته ورسېدل او د ترهګرو په ضد ئې عمليات پېل كړل۔ د مقابلې په مهال د لاسي بمونو او ډزو په س??ب ودانۍ كښې موجود كسانو كښې 3 مړه او اوولس نور ژوبل شول۔ ژوبل شويو كښې هاسټل كښې پاتې كېدونكي طالبعلمان ٬ پوليس اهلكار او دوه امنيي اهلكار شامل دي۔ ده ووئيل ا??ني??ي ځواك 5 واړه ترهګر و??ژل?? ددوئي قبضې څخه ځان مرګې جېكټې ٬ لاسي بمونه او آئي اي ډيز هم ترلاسه شوي۔ بلخوا د خېبرټیچنګ روغتون ذريعو ترمخه روغتون ته د درې كسانو مړي او اوولس ژوبل كسان راوړلې شوي۔ په بستر شويو ژوبل كسانو كښې يو زده كوؤنكے ٬ د زراعت څانګې اهلكار او پوليس اهلكار شامل دي كومو كښې چې د درې حالت د اندېښنې وړ ښودلې شي۔