كوئټه 25 نومبر (اے پ?? پي) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې په كوئټه كښې د ام??يت?? ځواكونو ګاډې په نښه كوونكي عناصر به ډېر زر انجام ته ورسول شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د چاودنې د ځائ جاج اخستلو نه پس د پوليسو ډي آ??ي جي عبدالرزاق چيمه سره يو ځائ خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د صوبې څخه به وروستې ترهګر ختمولې شي۔ ده ووئيل چې په ام??يت?? ځواكونو په بريدونو كښې د ككړو ترهګرو په ضد به عمليات روان ساتلې شي۔ ده ووئيل چې په سرياب روډ پل سره نزدې د ام??يت?? ځواكونو په ګاډي بريد شوے پ?? كوم كښې چې څلور كسان شهيدان او 19 ژوبل شوي دي۔