ګلګت۔09ستمبر (اے پی پی ) د ګلګت ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفیظ الرحمن وئيلي دي په ګلټري ٬ مني ٬ مرګ او دم سم كښې د واورو پرېوتلو په سوب د سر شمېرې ډلې دغو ځايونو ته ??سېدلې نه وې اوس د دغه سيمو ډېټا جمع كړې شوې۔ ددې سيمو نه ځانله د ابتدائي نتيجو ترمخه د جي بي آبادي 14لکهه 92زره ده۔ د سرشمېرې عمل د پاك پوځ په نګرانۍ كښې په سپېځلي ډول شوې۔ د پاكستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پلاننګ كمېشن آف پاكستان چيئرمېن سرتاج عزيز په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان اصلاحاتو په اړه كمېټۍ ته ??ي نوټيفائي كړې چې غونډه به ئې د روانې مياشتې په 15مه نېټه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په ټولو ضلعو كښې د كوم فرخ نه لرې په پرمختيائي من??وبو كار روان دے۔ د محمد نواز ??ريف په هدايت نوې څلور ضلعې جوړې كړې شوې۔ د 70 كروړو روپو په مصرف به استور ویلی روډ او د 18 كروړو روپو په مصرف به راما روډ جوړولې شي۔ د سي پېك ترسېوري لاندې د 100 اربه څخه د زياتو روپو مېګا من??وبې پي اېس ډي پي څخه من??ور شوي دي۔ د سكردو اهميت نظر كښې نيولو سره زمونږ لارښود محمد نواز ??ريف اولس سره وعده كړې وه چې سكردو روډ به جوړولې شي۔ د 33 ارب روپو په لګښت سكردو روډ جوړولې شي۔ دې لپاره ابتدائي رقم ??اري كړې شوې۔