داخله وزير محسن نقوي د بيلاروس 68 كسيزه اعلی كچې پلاوي هركلې وكړو

image

اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بېلا روس 68 كسيزه پلاوي ته اسلام آباد ته په رارسيدو تود هركلے ووے۔ په پلاوي كښې د بېلاروس خارجه وزير ، د توان وزير ، د صنعت وزير ٬ د عدل او انصاف وزير ٬ د مواصلات وزير ٬ د قدرتي وسائلو وزير ٬ د بېړني حالاتو وزير او د ملټري انډسټري كمېټۍ چيئرمېن شامل دے٬ په پلاوي كښې 43 لوې كاروباري شخصيات هم شامل دي۔ داخله وزير د بېلاروس خارجه وزير مېکسم ریجنکوف او د توان وزير سره ملاقات وكړو۔ داخله وزير ووئيل پلاوي ته اسلام آباد ته په رارسېدو هركلې وايؤ۔ د پاكستان حكومت او اولس د بېلاروس صدر الېګزېنډر لوکاشینکو ته سترګې په لاره دي۔ داخله وزير ووئيل د بېلاروس د صدر دوره دوه اړخيزه اړيكې مضبوطولو له زياته مهمه ده۔ پاكستان بېلاروس سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ پاكستان بېلاروس سره په بېلو څانګو كښې خپلې اړيكې زياتول غواړي۔ ده وئيل دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د صنعت او تجارت په شمول بېلو څانګو كښې هممكارۍ ته وده ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں