اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټي (اے اين پي) خېبرپښتونخوا صدر مياں افتخار حسين وئيلي دي په 23 ستمبر به پښتون کلچر ډے په بشپړه ډول لمانځلې شي۔د ګل په ورځ د اے اين پي د اړخه جاري شوي بيان كښې مياں افتخار حسين ووئيل پښتون كلتور د زمونږ پخوانو روايات، تهذيب او تاريخي ورثې ترجمان دے،د دې ورځ لمانځلو مقصد نوې نسل د خپل اسلاف د روايات څخه خبرول دي۔ده ووئيل ټولو ضلعو ته سپارښتنه شوې چې د پښتون کلچر ډے په لړ كښې خصوصي دستوري وكړي،د ګوند کارکنان او اولس دې په دغه دستورو كښې د خپل ګډون د لارې دغه ورځ يادګاره وګرځوي،د دې دستورو مقصد د پښتون كلتور ترويج او اتحاد او ورورولۍ ته وده وركول دي،پښتون کلچر ډے يواځي يو تهوار نه بلكه د تهذيب او شناخت ژوندي ساتلو يوه ذريعه ده۔ده ووئيل د پښتون كلتور ترويج او نوې نسل د دې څخه خبرولو لپاره به مونږ ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔