سيرت النبيؐ د ټول انسانيت لپاره د لارې مشعل دے،د حضورؐ سيرت د وګړو لپاره د رڼا مينار دے ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي

image

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې سيرت النبيؐ د ټول انسانيت لپاره د لارې مشعل دے،د حضورؐ سيرت د وګړو لپاره د رڼا مينار دے، تعليمي نظام كښې به ځوانانو له موقعې وركول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورح 49م قومي سيرت کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د سيرت النبيﷺ په موقع ټول قام او د کے پي کے اولس له د عيدميلاد النبيﷺ مبارکي وركوم۔ده ووئيل حضورﷺ سيرت د وګړو لپاره د رڼا مينار دې، سيرت النبيﷺ يواځي مسلمانانو لپاره نه بلكه د انسانيت لپاره د ژوند عظيم نمونه ده۔ سيرت النبي د ټولو انسانانو لپاره د لارې مشعل دے۔ده ووئيل لوے څښتن د انسانانو هدايت او لارښودني لپاره آخري نبيﷺ رالېږلې۔ده ووئيل حضرت محمد ﷺ اخلاق طيبه كښې اخلاقيات او د ژوند رهنمائي شوې كوم سره چې يواځې د مسلمانانو پاره نه بلکه د انسانيت لپاره د انفرادي او اجتماعي مسئلو حل سيرت النبيﷺ په رڼا كښې ممكن دے۔ده ووئيل اوسني دور كښې مسلمانان ګڼو چيلنجونو سره مخ دي،خپل ژوند به د سيرت له مخې تيرول وي، تعليمي نظام كښې به ځوانانو له موقعې وركول وي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں