اسلام آباد 24جولائي (اے پي پي)پاكستان او تركمانستان د تاپي ګاز پائپ لائن پروژې زر بشپړولو ته اتفاق كړے او د پېټروليم وفاقي وزير مصدق ملك وئېلي دي د تاپي پائپ لائن پروجيكټ به په توان راتلونكے لګښت كم كړي٬صنعتي پرمختګ ته به وده وركړي٬ملازمتونه به راپېدا كړي او اقتصادي پرمختګ له به مرسته وكړي۔د پېټروليم وفاقي وزير مصدق ملك او د تركمانستان كابينې ډپټي چيئرمېن او خارجه وزير راشد مريدوف ترمينځه ملاقات شوے چې پكښې د تركمانستان په پلاوي كښې د نړيوال اقتصادي مرستې ويژن خارجه وزارت مشر آتا حلجانوف٬د تركمانستان د قانوني څانګې خارجه وزارت مشر عیزیز نازروف٬د بورډ چيئرمېن او سي اي او٬ د پائپ لائن كمپنۍ لمېټډ ټي اے پي آئي محمد ميرات آمانوف٬پاكستان لپاره د تركمانستان سفير آتا جان موولاموف او د تركمانستان سفارتخانې درېم سېكرټري ايلدار پرمانوف شامل وو۔اېډېشنل سېكرټري حسن يوسفزئي٬جوائنټ سېكرټري شهباز طاهر او د انټراسټېټ ګيس سسټم لمېټډ اېم ډي نديم باجوه هم په دې موقع موجود وو۔وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د تركمانستان پلاوي هركلے وكړو۔ډاكټر مصدق ملك ووئيل د تركمانستان خارجه وزير دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه سفارتي او اقتصادي اړيكې قوي كولو له د ميل كاڼے دے۔ده ووئيل د تاپي پائپ لائن پروجيكټ به په توان راتلونكے لګښت كم كړي٬صنعتي پرمختګ ته به وده وركړي٬ملازمتونه به راپېدا كړي او اقتصادي پرمختګ له به مرسته وركړي٬د باور وړ او ارزان توان رسنه د صنعتي څانګو او مجموعي اقتصادي استحكام لپاره ډېره ضروري ده۔ده ووئيل دا پروجيكټ اقتصادي پرمختګ او د توان حفاظت ته ودې وركولو لپاره دےاو د دواړو هېوادونو پرله پسې هڅو او مرستې څخه په دې كښې د ذكر وړ پېشرفت شوے۔ده ووئيل پاكستان د دې پروژې لپاره په بشپړه توګه عزم لري كومه چې د سيمې توان له مرستې تر لاسه كولو او د بنيادي ډهانچې پرمختګ لپاره مهمه ده ۔د تركمانستان خارجه وزير راشد مريدوف ووئېل مونږ دواړه هېوادونه به د مرستې د روډ ميپ په تخليق كار كوو۔د تاپي پائپ لائن كمپنۍ لمېټډ سي اي او محمد ميرات آمانوف ووئېل د پیټروليم وزير او اسپېشل انويسټمنټ فسيلي ټيشن كونسل(اېس آئي اېف سي) د خاص خوښۍ په سبب تاپي پروژې پېشرفت كړے ۔د دواړو هېوادونو پلاويو د پروژې په اهميت رڼا اچولو سره ووئېل دا پروژه به سيمه ايز روابط ته وده وركولو٬اقتصادي پرمختګ زياتولو او د شريكو هېوادونو د توان ضروريات پوره كولو له ښه كردار ادا كړي۔تاپي پروجيكټ د پاكستان او تركمانستان ترمينځه د اوږد مهاله شراكتدارۍ ثبوت دے كوم چې د پائيدار توان حل د لارې د سيمه ايز استحكام او دخوشحالۍ د شريكو اهدافو عكاسي كوي۔