د اسلام آباد هيلتھ ريګوليټري اتھارټي لاندې كار كوؤنكو ټولو ادارو ته لږ تر لږ د 37 زره روپو اجرت لاګو كولو هدايت شوے ٬ نرسانو ته د 30 زره څخه تر 50 زره روپو پيكج وركولے شي: د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ

image

اسلام آباد۔13ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي چې د اسلام آباد هيلتھ ريګوليټري اتھارټي لاندې كار كوؤنكو ټولو ادارو ته لږ تر لږ د 37 زره روپو اجرت لاګو كولو هدايت شوے دے٬ نرسانو ته د 30 زره څخه تر 50 زره روپو پيكج وركولے شي ٬ كوم چې بايد دې څخه هم زيات وي او پېرامېډیکل عملې ته 29 زره څخه تر 30 زره روپۍ وركولې شي٬ د نجي روغتون انتظاميه د تجربې او اهليت په بنياد خپلو ملازمينو ته تنخاګانې وركوي٬ د هېلتھ رېګولېټري اتھارټي د احكاماتو له مخې هغه به هم د لږ تر لږ اجرت ادا كولو پابند جوؤلے شي۔ وزیراعظم نیوټېک ته هدايات جاري كړې دي چې د مډل ايسټ په شمول د نړۍ په نورو هېوادونو كښې هم د پاكستاني نرسانو د طلب ترسره كولو له د نرسانو تربيې ته دې خاص پام وګرځولې شي٬ د برېسټ كېنسر په اړه دې په ګرد هېواد كښې په عمومي توګه او په كليوالو سيمو كښې په خصوصي توګه هر دوه مياشتې پس د خبرتيا مهم چلولے شي٬ مونږ ميډيا ته هم وئيلي چې هغه دې له كومې معاوضې پرته د خبرتيا مهم چلوي۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د قامي اسمبلۍ غړې آسيه ناز تنولي د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د اسلام آباد هيلتھ ريګوليټري اتھارټي لاندې كار كوؤنكو ټولو ادارو ته لږ تر لږ د 37 زره روپو اجرت لاګو كولو هدايت شوے دے٬ نرسانو ته د 30 زره څخه تر 50 زره روپو پيكج وركولے شي ٬ كوم چې بايد دې څخه هم زيات وي او پېرامېډیکل عملې ته 29 زره څخه تر 30 زره روپۍ وركولې شي٬ حكومت هدايت كړے چې لږ تر لږ د 37 زره روپو اجرت دې زر تر زره لاګو كړې شي۔ د قامي اسمبلۍ غړې نزهت صادق د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په ګرده نړۍ كښې د پاكستاني نرسانو زيات طلب دے ٬ وزيراعظم نيوټېك ته هدايات جاري كړې دي چې د مډل ايسټ په شمول د نړۍ په نورو هېوادونو كښې هم د پاكستاني نرسانو د طلب ترسره كولو له د نرسانو تربيې ته دې خاص پام وګرځولې شي۔ د منزه حسن د پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعاتو وزير ووئيل د نجي روغتونونو انتظاميه د تجربې او اهليت په بنياد خپلو ملازمينو ته تنخاګانې وركوي۔ د هېلتھ رېګولېټري اتھارټي د احكاماتو له مخې هغه به هم د لږ تر لږ اجرت ادا كولو پابند جوؤلے شي۔ د شرميلا فاروقي د پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعاتو وزير ووئيل زمونږ په ټولنه كښې ذهني رنځونه يو حقيقت دے خو ټولنه ددې تسليمولو له چمتو نه ده۔ د پوسټ پارټم ډپرېشن په اړه زمونږ په كليوالو سيمو كښې شعور بېدارولو ته اړتيا ده، په هېواد كښې ادارې موجود دي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې يوه اداره ده په كومه كښې چې د رېپ وكټمز درملنې كولې شي۔ د ډاكټر شازيه ثوبيه د پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د برېسټ كېنسر په اړه دې په ګرد هېواد كښې په عمومي توګه او په كليوالو سيمو كښې په خصوصي توګه هر دوه مياشتې پس د خبرتيا مهم چلولے شي٬ مونږ ميډيا ته هم وئيلي چې هغه دې له كومې معاوضې پرته د خبرتيا مهم چلوي۔ د زهرہ ودود فاطمی د پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل په نړيواله كچه هر كال 40 زره مېرمنې د برېسټ كېنسر له امله د مرګې خولې ته ځي۔ د دې رنځ مخنيوي لپاره په ښارونو او كليو كښې پرله پسې د خبرتيا مهم چلولې شي۔ ده ووئيل د سرویکل کېنسر دلاسه په نړيواله كچه 13 زره مېرمنې له خپل ژوند څخه لاس وينځي٬ دا د ډبليو اېچ او شمېرې دي٬ د دې رنځ د درملنو هم سكريننګ كيږي۔ د طاهره اورنګزېب د پوښتتنې به ځواب كښې ده ووئيل ټولو خلقو ته د صحت كارډ آساني ترلاسه و ه۔ په اسلام آباد كښې 6 لکه څخه زياتو رجسټرډ كسانو كښې 2 لکه 78 زره ته صحت كارډ وركړے شوے دے۔ خو اوس دا پرېكړه شوې ده چې د بے نظير انكم سپورټ پروګرام پی اېم ټی سکور ته دې بيا كتنه وكړې شي او 32.5 څخه كم پي اېم ټي سكور لرونكو ته د هېلتھ كارډ وركولو پرېكړه شوې ده۔ سرکاری ملازمین وړاندې څخه د صحت آسانۍ لري٬ هغوي خپلو ادارو څخه خپل ميډيكل بلونه ري اېمبرس كولې شي۔ ده ووئيل په دې اړه په اېكنك كښې هم په يو وړاندېز غور روان دے كوم څخه وروستو به چې حتمي پرېكړه كولې شي

مضمون کا ماخذ : Raging Rhino
متعلقہ مضامین
مزید خبریں