اسلام آباد۔30 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د كركيلې پرمختګ ، په برآمدات كښې زياتوالي ٬ د ځايي صنعت ودې او ځوانانو ته د فني مهارت او روزګار ترلاسه كولو موقعې وركولو له 5 كلن معاشي پلان جوړولې شي٬ په يووالي او اتحاد به مونږ پاكستان ډېر زر په خپلو پښو اودروؤ او دا به معاشي قوت جوړ شي۔ ده د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خطاب كولو۔ وزيراعظم شهباز شريف د كابينې د غړو هركلي كولو سره ووئيل تېره ورځ ما د كوئټې دوره وكړه چرته چې ما د شهيدانو پسماندګانو سره غمرازي وكړه٬ د هغوي حوصلې مې ډېرې اوچتې محسوس كړې٬ هللته چې په 26 اګست كوم چاپېريال راجوړ كړے شو د هغې مقصد دا خبره باوري كول وو چې هلته د بېلتون خوښۍ كوم تحريك روان دے۔ په دغې ورځ چې څه وشول هغه د ترهګرۍ انتها وه د كومې چې څومره هم غندنه وكړې شي لږه ده٬ د دورې په مهال ماته د كوئټه كمانډر لخوا د ترهګرۍ او روانې وضعې په اړه بريفنګ راكړے شو چې څنګه ترهګر او خارجي عناصر په ګډه د كركې تخم شيندي٬ هلته د وزيراعلی سرفراز بګټي په مشرۍ كښې سويلين حكومت د بلوچستان تعمير او پرمختګ او ځوانانو لپاره غوره پروګرامونه روان كړي كوم چې خوشبينه دي۔ ده ووئيل پاك پوځ د ترهګرو تعاقب كوي ٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه دوئي سره ولاړ دي۔ ده ووئيل د دورې په مهال ليويز ته د عصري آلات وركولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ هغوي ته د عصري آلات وركولو كښې به د صوبائي حكومت هره ممكنه مرسته كوؤ۔ ده ووئيل د ترهګرو او پاكستان مخالف كسانو سره د خبرو سوال هم نه پېدا كيږي بياهم كوم ځوانان چې د بېلو بيانيو د لارې ګمراه كولې شي هغوي قامي چوكاټ ته راوستلو له به ټول ممكن ګامونه پورته كولې شي۔ د بلوچستان ځوانانو لپاره په چائنه كښې د سكالرشپس په شمول لېپ ټاپ او نورو پروګرامونو كښې د هېواد نورو ځوانانو څخه 10 فيصده زياته كوټه وركولې شي۔ ده ووئېل په بلوچستان كښې ټيوب ويلونه سولر ته اړولو له 55 اربه روپۍ بېل كړې شوي٬ سي پېك څخه د بلوچستان خلق استفاده كوي٬ چين زمونږ مستند ملګرے هېواد دے٬ د چينائي وګړو په ضد ترهګري دا ملګرتيا ستونزو سره مخ كول او د سي پېك د لارې د اولسي پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو برابر ده۔ ده ووئيل د بلوچستان وزيراعلی سره په ګډه به وفاقي حكومت ټول ممكنه ګامونه پورته كوي ، د پاكستان دښمنان به قانون نافذ كوؤنكو ادارو او امنيتي ځواكونو سره په ګډه د عبرت نشان جوړوؤ٬ دې نه غېر د پرمختګ او سوكالۍ سفر مخ په وړاندې تللے نه شي۔ وزیراعظم ووئيل موډيز د پاكستان په رېټنګ كښې د بهترۍ اعلان وكړو كوم چې د پاكستان د معاشي صورتحال د بهترۍ اعتراف دے بياهم دا يو اوږد سفر دے كوم به چې په عزم سره ترسره كول وي۔ ده ووئيل د پاكستان د پرمختګ په سفر كښې حكومت او قام يو دے۔ وزيراعظم ووئيل حكومت يو معاشي پلان جوړ كړے په كوم چې تندۍ سره كار روان دے او كوم به چې ډېر زر قام ته وړاندې كړے شي۔ د دې 5 كلنې منصوبې په هدفونو كښې د كركيلې پرمختګ ، برآمدات كښې زياتوالے ، ځايي صنعت ته وده ، ځوانانو ته د فني مهارت او روزګار ترلاسه كول شامل دي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ له به په محنت كولو مخ په وړاندې تلل وي٬ چې كوم قامونه په عزم سره د ستونزو مقابله كوي د هغوي لاره څوك نشي نيولې۔ ده ووئيل په محنت او يووالي به پاكستان په خپلو پښو اودرېږي او معاشي قوت به جوړ شي