صدر آصف علي زرداري په موسیٰ خیل سيمه كښې د مسافرو وحشيانه وژنه په سختو ټكو وغندله

image

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداري د بلوچستان په موسیٰ خېل سيمه كښې د مسافرو وحشيانه وژنه په سختو ټكو غندلو سره د ترهګرو په بريد كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل د بې ګناه انسانانو ظالمانه وژنه د ټول انسانيت وژنه ده ، ترهګر د هېواد او قام دښمنان دي۔ ده ووئيل د بې ګناه وګړو په وحشيانه وژنه كښې ككړ ترهګر به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ صدر مملكت د ترهګرو په ضد د كارروائيو جاري سره ساتلو قامي عزم تكرارولو سره په پېښه كښې د وژل شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده په حق رسېدليو له د بخښنې دعا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں