اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي چې د وزيراعظم پاکستان د وژن له مخې په مشاورتي كمپائن عمل روان دے ځكه پاليسي تجويزونه به نېشنل ايکسپورټ پاليسي بورډ كښې شاملولې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په کراچۍ كښې د ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي آف پاکستان په هيډ کوارټر كښې د فارماسيوټيکل او کېميکل څانګو پحقله د سيکټرل کونسل د جلا جلا غونډو مشرۍ په مهال كړې۔ د سټريټيجک ټريډ پاليسي فريم ورك (STPF 2022-25) له مخې 31 مارچ 2022 كښې بېلا بېلو برامدي څانګو كښې 16 سيکټرل کونسلز جوړ شوي چې پكښې دوه څانګې د داروګانو جوړولو او کيميکل انډسټريز دي كومې چې په ټي ډي اے پي كښې غونډو لپاره رابللے شوے وے۔ په دې سيکټرل غونډو كښې وفاقي وزير، د كامرس سپيشل سيکرټري، د ډريپ او پاکستان کسټمز لوړ پورو ګډون كړې۔ په دې موقع د فارماسيوټيکل سيکټر نمائندګانو وفاقي وزير په تجارت كښې د اضافې او د رامخې ته مسئلو حل لپاره تجويزونه وړاندې كړل۔ وفاقي وزير جام کمال د سيکټرل کونسل غړو له باور وركړو چې د چېلنجز مخنيوې او د پاكستان د بېلا بېلو څانګو برامدي صلاحيت زياتولو لپاره د عمل وړ لائحه خپلوٶ ۔