اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د هېواد پرمختګ ځوانانو سره تړلے دے ٬ ځوانانو له به د پاكستان تقدير بدلول وي٬ د پاكستان په بنيادونو كښې د شهيدانو وينه شامله ده، پاکستان به تر قيامته قائم وي۔ د لوړو زده كړو كمېسون تر سېوري لاندې نېشنل يوتھ کنونشن ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ 60 فيصده آبادي د 30 كالو نه په كم عمر ځوانانو مشتمل ده، هجرت د هلو ځلو برخه وي٬ په دې به پوهېدل وي چې د پاكستان د تخليق سبب څه دے، جلا هېواد لپاره تحريك هم ځوانانو پېل كړې ٶ چې پكښې دا نعره پورته كړې شوې وه چې” بټ كے رهے ګا هندوستان اور بن کر رهے ګا پاکستان”، مونږ له به په نيمه وچه كښې د جلا هېواد جوړېدو په حقيقت پوهېدل وي۔ وفاقي وزير ووئيل د پولې پورې غاړه په مقبوضه جمو و کشمير كښې ظلمونه روان دي ، د ظلمونو او جبر باوجود کشميريانو هلې ځلې روانې ساتلې دي٬ کشميريان اوس هم نعره پورته كوي چې مونږ پاكستانيانو يو او پاكستان زمونږ دے۔ ده ووئيل مكې مكرمې څخه مدينې منورې ته او هندوستان څخه پاكستان ته هجرت دواړه يو سبق وړاندے كوي٬ هند څخه پاکستان ته د هجرت په وخت 12 لكه كسان په پوله د راوړېدو په مهال مړه شوي وو، د دغه 12 لكه خلقو قربانيو سره دا هېواد جوړ شوے دے٬ د رېل ګاډو ډبې دلته راغلے په هغې كښې مړي پراته وو٬ دې خلقو خپل جائيدادونه٬ كورونه او كوڅې پرېښې وې او نوې هېواد ته ئې سفر كړې ٶ، د كال 1947 هجرت كښې مېرمنو هم د قربانيو نه هېرونكې دستانونه رقم كړي۔ ده ووئيل پاکستان د رمضان المبار په 27مه شپه جوړ شوے ٬ دا د دې خبرې دليل دے چې دې هېواد له ترقي كول دي او ترقيامته پاتے كېدل دي۔ ده ووئيل پاكستان تل پاتے كېدو لپاره جوړ شوے دے۔ وفاقي وزيرووئيل د پاكستان په بنيادونو كښې د شهيدانو وينه شامله ده٬ د شهيدانو د وينې خيال ساتل زمونږ فرض دي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستاني ځوانان عزم لرونكي او خواري كښ دي٬ د رنګ او نسل او فرقو پرته د هر آفت مقابله كوي ٬ ده ووئيل د پنجاب په وروستو پاتې سيمه مياں چنوں كښې يو ځوان ارشد نديم د اونې څانګې څخه لومړے جيولين تيار كړو۔ كله چې هغه لاهور ته راغلو نه څپلې قدرې يۍ هم نه لرلې٬ هغه د كال 2012ء اولني يوتھ فېسټيول په ټولو فعاليتونو كښې برخه واغسته۔ دې ځوان په كال 2024ء كښې د پېرس په سټيډيم كښې د پاكستان بېرغ هسك كړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې كله اولنے لېپ ټاپ سکيم پېل كړے شو نو زده كوؤنكو ته په مېرټ لېپ ټاپس وركړې شول۔ ده ووئيل د كووډ په مهال زمونږ معيشت ځكه مستحكم پاتے شو چې د لكھونو په شمېر لېپ ټاپ ورك فرام هوم ٬ آن لائن ايجوكېشن او غېر رسمي تعليم لپاره موجود وو٬ كه دا نه وو نو زمونږ معيشت به وروستو تلے وو۔ ده ووئيل په دانش سكولونو هم ټكونه وكړې شول٬ په ايليټ كلاس سكولونو د چا اعتراض نه وو۔ د دانش سکول جوړولو مقصد دا وو چې يتيمو كوچنيانو ته تر ټولو وړاندې د داخلې حق وركړے شي٬ د دانش سكول يو زده كوؤنكې په كنګ اېډورډ ميډيکل پوهنتون كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل پنجاب اېجوکېشن انډوومنټ فنډ پېل كړے شو۔ نن هم دې فنډ څخه سكالرشپس اغستلو سره زده كوؤنكي د نړۍ په لويو پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان ځوانانو ته په ګرده نړۍ كښې موقعې وركول غواړؤ۔ ده ووئيل د تېرو څلورو مياشتو په مهال زمونږ په آئي ټي برآمداتو كښې درې چنده اضافه وشوه۔ په پاكستان كښې د آئي ټي څانګه مخ په وړاندې روانه ده۔ عطا تارړ ووئيل ددې هېواد سمت او معيشت سمولو ٬ آئي انقلاب راوستلو او لوبو او معياري زده كړو ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل كه مونږ د آئي ټي، كركيلې ، زده كړو او لوبو څانګو كښې ترجيحات سمولو سره ځوانانو ته موقعې وركړې نو كه پاك پروردګار ته منظور وي تر 2030ء به پاكستان په جي 20 كښې په نظر راشي۔ ده ووئيل كه تر 2030ءجي 20 ته رسېدل دي نو ددې هېواد 30 كلونو څخه د كم عمر 60 فيصده آبادۍ له به خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل مونږ به راروان كول له يو ښه پاكستان پرېږدؤ۔ ده ووئيل مونږ به په ګډه نظم و ضبط سره د دې هېواد خذمت كوؤ٬ دا هېواد به كه پاك پروردګار ته منظور وي هغه مقام ته رسوؤ د كوم خوب چې قائداعظم (رح) ليدلے وو۔ ده ووئيل 60 فيصد نوجوان آبادۍ له به دا هېواد مخ په وړاندې بوتلل وي ٬ دې هېواد ته به له لاسه وركړې مقام بيا وركول وي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان سباؤن د ځوانانو په لاسو كښې دے۔