اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د صوبائي حكومتونو د سياست كولو په ځاے د بجلۍ صارفينو ته ريليف وركولو لپاره د پنجاب حكومت په طريقه كار عمل پكار دے، د قامي فنانس کميشن له مخې دوي ته منتقل شوې د كهربونو روپو يوه برخه د اولس سهولت لپاره وېستل پكار ده۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې مشرۍ په مهال وزيراعظم ووئيل د پنجاب حکومت خپل پرمختيائي بجټ څخه 45 اربه روپۍ د بجلۍ ھغه صارفينو ته د دوو مياشتو لپاره د 14 روپۍ يونټ ريليف وركولو لپاره خرڅ كړي څوك چې د 200 نه تر 500 يونټ بجلي استعمالوي، دا د اولس حق دے٬ د وفاقي حكومت په دې ريليف پېكېج كښې برخه نشته، نورو صوبو له پكار دي چې هم داسې وكړي، كه د خېبرپښتونخوا حکومت اولس له دا ډول ريليف وركول غواړي نو مونږ به خوشحاله شو، د سياست نه ډډه او حقائق مسخ كول پكار نه دي۔ د خېبر پښتونخوا حكومت د يو نمائنده لخوا د وفاقي حكومت د امتيازي سلوك تور مسترد كولو سره ده وضاحت وكړو چې زمونږ دې پېكېج سره هېڅ تعلق نشته۔ ده د كابينې غړو ته ووئيل د اېن اېف سي نزدې 60 فيصده فنډز صوبو ته وركړې شوې، وفاقي حکومت ته په غېر ملكي مرسته د چلېدونكو منصوبو قرض او د سود وركولو په صورت بلها چېلنجز رامخې ته دي۔ ده غونډې ته ووئيل وفاقي حکومت 200 يونټ بجلي استعمالونكو كورنيو ته د درېو مياشتو لپاره ريليف وركولو لپاره 50 اربه روپۍ هم بېلې كړي كوم چې د مجموعي كورنيو صارفينو 86 فيصد جوړېږي۔ ده ووئيل د بلوچستان حکومت سره په شراکت دارۍ كښې به په صوبه كښې د 70 اربه روپو په لګښت 28 زره ټيوب وېلز د نمر په توان منتقل كولې شي كومو كښې چې به 55 اربه روپۍ وفاقي حكومت برداشت كوي۔ وزيراعظم زياته كړه چې دې سره به 28 زره كروندګرو ته ګټه ورسي او دې سره به د بجلۍ غلا په مسئله هم قابو وموندلے شي۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حکومت صوبائي حکومتونو سره په مشاورت د معيشت استحکام او د هېواد تجارت او برآمدات زياتولو لپاره اوږد مهاله اقدامات له كار كوي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به آئي اېم اېف اګاه كولو نه وروستو دا ډول اقدامات كوي، تحريك انصاف د لوظنامې په خلاف ورزۍ “نامعقول” اقدام سره هېواد ديواليه كېدو ته رسولے ٶ٬ د حکومت د معاشي پاليسيو په نتيجو رڼا اچولو سره وزيراعظم شهباز شريف غونډې ته ووئيل ګراني د 38 فيصده نه په كمېدو 11.5 فيصده ته راغلې خو صورتحال لا ښه كولو لپاره اوس هم نورو هڅو ته اړتيا ده۔ ده د 13.5 ټريلين روپو د ريونيو هدف سر كولو او د پاور څانګې په زيانونو د قابو موندلو په هلو ځلو هم زور رواړو۔ وزيراعظم د كابينې پام د هېواد ځينې برخو كښې د سختو بارانونو او د دې په نتيجه كښې سېلاب څخه شوې مرګ ژوبلې او تباهۍ پلو وګرځولو او د صوبو او د پي ډي اېم اے په مرسته د نيشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) د هلو ځلو ستائنه ئې وكړه۔ کابينې د بارانونو او سېلاب له امله په بېلا بېلو پېښو كښې د حق رسېدليو او د ترهګرۍ په بېلو پېښو كښې شهيدانو لپاره فاتحه خواني هم وكړه۔