د غربت خاتمې او د تل پاتي پرمختګ اهداف ترسره كول زمونږ د حكومت د ترجيحاتو مهمه برخه ده۔ شاه محمود قرېشي د يو اېن ډي پي استازي كنوټ اوسټ بي سره ملاقات كښې خبرې

image
APP14-020421 ISLAMABAD: April 02 - Resident Representative of UNDP in Pakistan Knut Oestby called on Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi. APP

اسلام آباد 02 اپريل (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د غربت خاتمه او د تل پاتي پرمختګ اهداف ترسره كول زمونږ د حكومت د ترجيحاتو مهمه برخه ده۔ ده دا خبره پاكستان كښې د يو اېن ډي پي ريزيډنټ استازي كنوټ اوسټ بي سره د جمعې په ورځ خارجه وزات كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ خارجه وزير كنوټ اوسټ بي ته په پاكستان كښې د يو اېن ډي پي ريزيډنټ استازي په توګه په تعينات كېدو مباركي وركولو سره ووئيل مونږ په پاكستان كښې د يو اېن ډي پي د تعميري او مثبت كردار ستائنه كوو۔ پاكستان او يو اېن ډي پي شريك مقصدونه ترلاسه كولو له د كلونو نه په ګډه كار كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د غربت خاتمه او د تلي پاتي پرمختګ اهداف ترسره كول زمونږ د حكومت د ترجيحاتو مهمه برخه ده۔ پاكستان دا مهال د ملګرو ملتونو اكنامك اينډ سوشل كونسل(ايكوساك)صدارتي ذمه واري ادا كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان په نړيوال فورمز”د نړيوالو چارو په اړه مباحث”كښې تل فعاله كردار ادا كوي۔ خارجه وزير پاكستان كښې پرمختيائي او موسمياتي چارو سره په اړوندو چېلنجونو قابو موندلو او د تل پاتي پرمختګ هدفونو (2030) په لړ كښې د يو اېن ډي پي د مرستې ستائنه وكړه۔ د يو اېن ډي پي ريزيډنټ استازي د خارجه وزير مننه كولو سره د شريكو اهدافو ترلاسه كولو لپاره د يو اېن ډي پي لخوا د پاكستان د بشپړه مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں