کولمبو۔23فروری(اے پی پی) د پاكستان او سري لنكا ترمينځه بېلو څانګو كښې د مرستې يادښتونه لاس ليك شوي۔ د نهې په ورځ د سري لنكا دورې په اولنۍ ورځ د وزیراعظم عمران خان خپل سري لنكن همڅنګ مهندا راجا پاکسے سره د يو په يو ملاقات نه وروستو د پلاويو په كچه خبرې شوي ۔ په دې مهال د سېلګرۍ او ماحوليات په شمول په بېلو څانګو كښې مرستې له د تفاهم بېل يادښتونه لاس ليك كړے شول۔ د پاكستان لخوا د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خصوصي مرستيال ملك امين اسلم او د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خصوصي مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري اور نورو لاس ليك وكړل۔ د لاس ليك دستوره كښې وزيراعظم او د هغه سري لنكن همڅنګ هم موجود وو