د پي آئي اے كومه اثاثه نه ده خرڅه شوې ۔ د هوابازۍ وفاقي وزير قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد۔2اپرېل (اے پی پی) قامي اسمبلۍ ته وئيلي شوي د پي آئي اے كومه اثاثه نه ده خرڅه شوې او نه كوم داسې پروګرام شته۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د ډاكټر شازيه اسلم صوبيه د پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د پي آئي اے كومه اثانه نه ده خرڅه شوې او نه داسې كوم پروګرام شته۔ د موهنجوداړو او نورو هوائي مېدانونو تجارتي موزونيت ته كتلے شي ٬ په اداره كښې د 400 اربه نه د زياتو روپو خساره راته به ورثه كښې پاتې شوې۔ كوم روټس چې زمونږ لپاره ګټه ور نه دي هغه به بندولې شي۔ د بنوں او ډېره اسماعيل خان ائيرپورت په اړه د پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل 17 كال پس سېدو شريف سوات لپاره آپرېشنز يو وارې بيا پېل كړے شوے۔ د ډي آئي خان روټ هم د امن او تجارتي موزونيت صورتحال له امله بند كړے شوے ؤ ۔ هغه ووئيل د ژوب او ډی آئی خان ایئرپورټ اپ ګرېډ كولو او د ډومېسټك آپرېشنز بحالۍ له تېره ورځ غونډه شوې وه

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں