د هېواد سباؤن تعليم سره تړون لري٬د لويو كلاسونو په نصاب كښې د سيرت النبي(ص)د مضمون شاملولو مقصد زده كونكي د اسلامي شعارو څخه خبرول دي۔وزيراعظم

image

اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د هېواد سباؤن تعليم سره تړون لري٬د لويو كلاسونو په نصاب كښې د سيرت النبي(ص)د مضمون شاملولو مقصد زده كونكي د اسلامي شعارو څخه خبرول دي٬په تكنيكي او فني ادارو كښې دې تربيه د ماركيټ د ضرورياتو له مخې باوري كړی شي٬د تعليمي ادارو او ماركيټ ترمينځه تعلق قوي كولو ته دې خاص پام وكړی شي۔ده دا خبرې د خالي په ورځ د نالج اكانومي ودې په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډ هكښې د تعليم وزير شفقت محمود٬د منصوبه بندۍ سېكرټري٬د تعليم سېكرټري ډاكټر عطاﺀالرحمان٬پروفيسر شعيب جان٬پروفيسر ناصر خان او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې په هېواد كښې د نالج اكانومي ودې پھ اړه د بېلا بېلو پروژو د پرمختګ جاج واخستلې شو۔د تعليم وزير غونډه د تعليم ودې په لړ كښې د بېلا بېلو پروژو او اقداماتو څخه خبر كړه۔د ډاكټر عطاﺀ الرحمان لخوا په هېواد كښې د بائيو ټېكنالوجي مصنوعي ذهانت او د نور جديد علوم ودې پھ اړه بېلا بېل تجويزونه وركړی شول۔وزيراعظم غونډې ته پھ خپله وېنا كښې ووئيل د هېواد سباؤن تعليم سره تړون لري٬د لويو كلاسونو په نصاب كښې د سيرت النبي(ص)د مضمون شاملولو مقصد زده كونكي د اسلامي شعارو څخه خبرول دي٬په تكنيكي او فني ادارو كښې دې تربيه د ماركيټ د ضرورياتو له مخې باوري كړی شي٬د تعليمي ادارو او ماركيټ ترمينځه تعلق قوي كولو ته دې خاص پام وكړی شي

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں