د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې سمال اېنډ مېډيم انټرائزز لپاره د قامي رابطه كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 17 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښېد سمال اېنډ مېډيم انټرائزز لپاره د قامي رابطه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د خزانې وفاقي وزير ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د صنعت وزير محمد حماد اظهر، خاص مرستيال عثمان ډار، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ، د صنعت، کامرس، خزانې، توان، پيټروليم او د قانون ډويژنونو سېكترانو٬ د اېف بي آر چيئرمېن، د سټېټ بېنك ډپټي ګورنر، د سکيورټيز اېنډ اېکسچينج کميشن آف پاکستان کمشنر، د سميډا سي اي او، د پبلك پروکيورمنټ رېګوليټري اتھاتۍ اېم ډي او نور لوړ پوري په غونډه كښې موجود وو۔ د سندھ چيف سېکرټري او د ګلګت بلتستان، پنجاب، خېبر پښتونخوا، بلوچستان٬ د آزاد جمو کشمير د صنعت سېكتران، ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي آف پاکستان سي اي او هم د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔ غونډه خبر كړې شوه چې اېس اېم ايز له مالي معاونت وركولو لپاره ټولو شراكتدارو سره مشاورت روان دے ٬ په دې لړ كښې به اېس اېم اي فنډ هم جوړولے شي٬ د اېس اېم ايز ودې په خاطر قانوني٬ انتظامي او د رېګوليټرۍ مسئلې زر تر زره حل كولو لپاره هدفونه ټاكلي شوي

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں