لاهور 30 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال شهباز ګل وئيلي دي چې اوس به جاتي امرا او كهوكهر پېلس نه بلكې د غريبانو كورونه جوړېږي، ټول غله يو ځائ شوي دي، دوي به راتلونكي درې كاله نورې هم چغې وهي، وزيراعظم وئيلي دي چې دوي سره به يو ځائ نه شي. د خالي په ورځ د لاهور په سېشن عدالت كښې د وړاندې كېدو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې شهباز ګل ووئيل چې اوس به جاتي امرا او كهوكهر پېلس نه بلكې د غريبانو كورونه جوړېږي، ټول غله يو ځائ شوي دي، دوي به راتلونكي درې كاله نورې هم چغې وهي، وزيراعظم وئيلي دي چې دوي سره به يو ځائ نه شي.شهباز ګل ووئيل چې مخكښې حكومتونو اقتدار لپاره سوداګانې كړې دي، عمران خان هغه يواځنې ليډر دے كوم به چې سودا ونه كړي. ده ووئيل چې د ساهيوال په ښېرازه زمكه كښې د كول پاور پلانټ لګول شوے. په نړۍ كښې كول پلانټ ختم شوي. د كوئلې څخه نېغ په نېغه برېښنا چرته هم نه جوړېږي