د كورنو صارفينو ريليف او صنعتونو ته پرله پسې او د ارزانې برېښنا رسنې ته دې اول پام لرنه وكړې شي ۔ د وزيراعظم عمران خان د توان څانګې د جاج اغستو غونډه كښې سپارښتنه ٬ وزيراعظم ته د توان څانګې په اړه بشپر بريفنګ وركړے شو

image

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د كورنو صارفينو ريليف او صنعتونو ته پرله پسې او د ارزانې برېښنا رسنې ته دې اول پام لرنه وكړې شي او د توان څانګې مستقل ضرورتونه دې نظره ساتلو سره تل پاتې اصلاحات وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم پخپله مشرۍ كښې د توان څانګې جاج اغستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو عمر ایوب، مخدوم خسرو بختیار، ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، حماد اظهر، خاص مرستيالانو تابش ګوھر، ندیم بابر، وقار مسعود او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې وزيراعظم ته د توان څانګې په حقله بريفنګ وركړے شو۔ وزیرِاعظم د تېرو حكومتونو لخوا د شوو لوظنامو او په معيشت او عام وګړي د هغې د منفي اغېز نه خبر كړے شو۔ وزیرِاعظم ته د حكومت لخوا د كورونا وائرس باوجود د صنعت او عام وګړي ريليف لپاره د پورته كړې شوو ګامونو په اړه ووئيل شول۔ وزیرِاعظم توان څانګه كښې په شوو اصلاحاتو د اطمينان څرګندونه كولو سره د كورنو صارفينو ريليف او صنعتونو ته پرله پسې او د ارزانې برېښنا رسنې ته اول د پام لرنه كولو سپارښتنه وكړه

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں