هند د جمهوريت په جامه كښې انتها خوښے هندو رياست دے، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امېن خان ګنډاپور

image

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امېن خان ګنډاپور وئيلي دي د هند نام نهاد جمهوريت او سيكولرزم مخ په ډاګه شوے، هند د جمهوريت په جامه كښې يو انتها خوښے هندو رياست دے، هند په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې ككړ دے۔ د نهې په ورځ وزارت د اړخه جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د هند نام نهاد جمهوريه ورځ په موقع خپل بيان كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د هند نام نهاد جمهوريت او سيكولرزم مخ نړۍ ته په ډاګه شوے۔ هند د جمهوريت په جامه كښې يو انتها خوښے هندو رياست دے۔ ده ووئيل ټوله نړۍ هند د يو هند انتها خوښې فاشسټ هېواد په توګه مني۔ هند كښې اقليتونه او په خاص توګه د مسلمانانو او سكھانو حقونو ته زيان رسيږي۔ د هند ټولې رياستي ادارې د آر آر اېس هندو انتها خوښې نظريې اهلكار دي۔ده ووئيل د پاكستان په ضد كمپائن كښې د هند عسكرو او ميډيا ككړيدل په ډاګه شوي۔هند په پاكستان كښې په ترهه ګرۍ كښې لاس لري

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں