وزيراعظم عمران خان د نالج اکانومي پحقله تعليم لپاره د پرمختيائي بجټ زياتولو په بابله تجويزونه وغوښتل

image

اسلام آباد 21 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان تعليم لپاره پرمختيائي بجټ زياتولو په بابله تجويزونه غوښتلو سره وئيلي دي د قام تقدير بدلولو لپاره د جديد علومو تدريس زيات مهم دے٬ دې لپاره د نړيوال معيار ادارو جوړول احسن اقدام دے ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د نالج اکانومي پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر ٬ خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف، د نالج اكانومي ټاسك فورس وائس چيئرمېن ډاکټر عطاء الرحمن او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع ډاکټر عطاء الرحمن وزيراعظم ته په هري پور كښې د پاكستان اسټرين يونيورسټي آف اپلائيډ سائنسز اينډ انجينئرنګ په دوه نيم كاله رېكارډ موده كښې د بشپړولو نه خبر كړو٬ د منصوبې منظوري په كال 2018 او د دې د بشپړېدو نه پس كلاسونه په ستمبر كال 2020 كښې پېل شوې٬ پوهنتون اته نړيوالو ٬دري اسټرين او 5 چينائي پوهنتونونو سره الحاق لري چرته چې ځائي زده كوٶنكو ته د نړيوال معيار تعليمي سهولتونه او جديد علوم ښودلې كېږي٬ د دې نه علاوه وزيراعظم ته په نړيواله كچه د زيات اهميت وړ د 12 ټيکنالوجو تعليم او ترويج لپاره په لائحه هم بريفنګ وركړے شو چې پكښې د تعليم او تدريس آټوميشن، د توان ذخيرہ كول ، تھري ډي پرنټنګ، د تجديد وړ توان او روبوټکس وغيرہ شامل دي۔ په دې موقع وزيراعظم ته د افرادي قوت استعداد زياتولو لپاره درجه به درجه د جديد تعليم او هنر وركولو په لائحه هم بريفنګ وركړے شو چې ورسره به د هنر مندو كسانو شمېره ډېره زياته شي۔ ډاکټر عطاء الرحمن غونډه په سيالکوټ كښئ په دې ورستيو كښئ د منظور شوې نړيوال انجينئرنګ پوهنتون په ترجيحي بنيادونو د شوي پېشرفت نه هم خبر كړه ۔ وزيراعظم نه يوازې د دې منصوبې ستائنه وكړه بلكې دې لپاره ئې د هر ډول مرستې باور وركړو۔ ډاکټر عطاء الرحمن په دې موقع غونډه د نالج اكانومي د 17 مجوزه منصوبو د پشرفت نه هم خبر كړه۔ وزيراعظم دا اقدامات خوشبينه ګرځولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې د قام تقدير بدلولو لپاره د جديد علومو تدريس زيات مهم دے٬ دې لپاره د نړيوال معيار ادارو جوړول احسن اقدام دے ٬ په دې موقع وزيراعظم تعليم لپاره پرمختيائي بجټ زياتولو لپاره تجويزونه هم وغوښتل ۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں