اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په اسلام آباد كښې به پاركونه ښه كولے شي، تفريخي اسانۍ به بهتر كړے شي، بايد اسانۍ يوازې لويو خلقو لپاره نه وي، سمارټ پوليسنګ به بهتر كولې شي، په ناكو د خلقو تنګولو لړې ختمه كړې شوې. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په اېف نائن پارك كښې د رائيو وے سېنيما پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې. د كورنيو چارو وزير ووئيل دا وړومبې ډرائيو وے سېنيما ده ، دې سره به خلق د تفريح اسانۍ ولري. ده ووئيل سېلګري به هم اسانۍ ترلاسه كړي. په اسلام آباد كښې يوازې د درې چېك پوسټو اجازه ده، هغه به هم ختم كړے شي. ده ووئيل د اسلام آباد پاركونه ښه كولو لپاره سي ډي اے ته هدايات وركړے شوي . په منسټر انكليو كښې به هم پارك جوړولے شي. ده ووئيل د سركاري ، عام غريبو ملازمانو بچي هم بايد اسانۍ ولري. ده ووئيل د ډرائيو وے سېنيما د ګاډي پاركنګ فيس ډېر زيات تجويز كړے شوے، بايد دا پنځوس روپغ وي. ده ووئيل د اسلام آباد انتظاميې رخصتۍ به كمې كړو چې دغسې كار او د خلقو اسانيو ته پام وكړے شي.