اسلام آباد۔18جنوری (اے پی پی) الېكشن كمېشن د كلنو ګواشوارو په نه جمع كولو د قامي اسمبلۍ د 48 او د پنجاب اسمبلۍ 52 غړو په شمول د 154 غړو ركنيت معطل كړے ۔ د ګوشوارو تر جمع كولو به دوي د ايوان كارروائۍ يا د كمېټيو كومو غونډو كښې برخه نه شي اخستلې۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري تفصيلات له مخې د قامي او صوبائي اسمبليو او د سېنېټ ټولو غړو لپاره د انتخابي قانون 2017 ترمخه هر كال د دسمبر تر 31 مې نېټې د خپلو او د هغوي په كفالت كښې د پاتې كېدونكو د اثاثو كلنې ګوشوارې جمع كول ضروري دي۔ د جنورۍ 15 مې نېټې نه وروستو داسې غړي اړوندو اسمبليو او د قائمه كمېټيو غونډو كارروائۍ كښې ګډون كولو نه منع كولې شي۔ د الېکشن کمېشن له مخې د سېنېټ درې غړو مصدق ملك ٬ کامران مائیکل او شمیم آفریدی ركنيت د ګواشوارو نه جمع كولو له امله معطل كړے شوے۔ د قامي اسمبلۍ كوم غړي چې كار كولو څخه منع كړې شوي هغو كښې وفاقی وزيران فواد احمد، ډاکټر فهمیدہ مرزا ٬ سید علی او نور غړي مجاهد علی، فضل محمد خان، ناصر خان، شاهد احمد، محسن جاوید، عبدالشکور، علی نواز اعوان، مهناز اکبر عزیز، چوهدری شوکت علی بھټی، نواب شیر وسیر، محمد ریاض، روحیل اصغر، سعد وسیم، محمد معین وټو، چوهدری محمد اشرف، عبدالرحمن کانجو، عالم داد لالیکا، نورالحسن تنویر، میاں نجیب الدین اویسی، مخدوم سید سمیع الحسن ګیلانی، جاوید اقبال، محمد شبیر علی، مخدوم زادہ سید باسط سلطان، سردار محمد خان لغاری، عابد حسین، محمد اکرم، عامر حسین، عطا اللہ، محمد اسلم خان، خالد مقبول صدیقی، محمدا سرار ترین، میر خان محمد جمالی، عصمت اللہ، شازہ فاطمه خواجه، کرن عمران ډار، شهناز سلیم ملک، مائزہ حمید، فوزیه بهرام، شمیم آرا، نورین فاروق خان، شاندانه ګلزار، منورہ بی بی، جے پرکاش، جمشید تھامس او جیمز اقبال شامل دي۔ د پنجاب اسمبلۍ غړو كښې د چوهدری نثارعلی خان، ملک محمد احمد خان، محمد یار هراج او سردار اویس احمد خان لغاری په شمول د 52 غړو ركنيت معطل كړے شوے۔