اسلام آباد۔18جنوری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي مودي سركار د سياسي ضرورت له مخې پلوامه ډرامه كړې وه۔ وخت د پاكستان دريځ صحيح ثابت كړے۔ هند د سياسي مقاصدو ترلاسه كولو له د ټولې منطقې امن په داؤ لګولے شي۔ نړيواله ورورولي دې نوټس واخلي۔ هند بايد ځواب وركوؤنكے جوړ كړے شي۔ د ګل په ورځ پي ټي وي پروګرام كښې هغه ووئيل د ارنب ګوسوامی په ډول خلق د هندي حكومت د ډنډورې اله كار دي كوم چې سياسي مقاصد ترلاسه كولو له كارولې شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د هند د خزانې پخواني وزير خپل ټويټ كښې وئيلي دي دا څومره د شرم خبره ده چې بي جے پي د خپل سياست او سياسي مقاصدو ترلاسه كولو له خپل عسكر وژلي او اوس دا خبره نړۍ ته په ډاګه شوې ۔ هغه ووئيل پاكستان كوټلو ثبوتونو سره د هند په ضد ډوزيئر وړاندې كړے۔ د اروپائي ائتلاف ډس انفولېب انكشافات هم رامخې ته شوي۔ هغه ووئيل پاكستان څو وارې نړيوالې ورورولۍ ته وئيلي دي چې هند د سياسي مقاصدو ترلاسه كولو او د سياسي ستونزو نه بهر وتلو له خطرناك ګېم كوي او د ټولې منطقې امن په داؤ لګول غواړي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان امن غواړي ولې او هند د غېر ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره په بالاكوټ بريد كولو سره د تاؤ تريخوالي زياتولو هڅه كړې۔ پاكستان دغه وخت هم د يو ذمه وار هېواد ثبوت وركړے۔ هغه ووئيل پاكستان نه يوازې په زړه پورې ځواب وركړے بلكې تاؤ تريخوالې ئې زياتېدو له هم نه دې وركړے