د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 3097 نوې كېسونه رامخې ته شول٬46 نور رنځوران مړه شول ٬ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر

image

اسلام آباد۔14جنوري (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 3097 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 46 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائرس 41 زره 574 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 4 لکه 67 زره 234 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړو وېنټی لېټرز د كورونا 328 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 33 زره 869 او د ځپليو 5 لکه 11 زره 921 ته رسېدلې ۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 10 زره 818 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه د كورونا وائرس 72 لکه 43 زره 650 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړېو د ګرد هېواد 630 روغتونونو كښې 2903 رنځوران داخل دي

مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں