وزیراعظم عمران خان تل د وروسته پاتې طبقو خېر ښېګړې سوچ او ھڅه كړې۔ د وزيراعظم نيت صفا دے۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز

image

کوهاټ۔ 28 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وزیراعظم عمران خان تل د وروسته پاتې طبقو خېر ښېګړې سوچ او ھڅه كړې۔ د وزيراعظم نيت صفا دے۔ د هغه د مخلصانه هڅو او سياسي بصيرت له امله د كورونا باوجود د خلقو روزګار محفوظ پاتے شو۔ هغه كوهاټ كښې د پاكستان تحريك انصاف وركرز ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان تحریک انصاف د يوې نظريې ترسېوري لاندې اقتدار ترلاسه كړې۔ د بدعنوانه عناصرو به بې پرې احتساب كولے شي۔ هغه ووئيل كله چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو معيشت بدحاله وو۔ معاشي پياوړتيا له وزيراعظم شپه او ورځ كار كوي۔ د پاکستان تحریک انصاف ټائیګر فورس او سوشل میډیا ورکرز اولسي مسئلې رامخې ته كولو له بنيادي كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل د حكومت اقدامات تر ټيټې كچې رسولو له د ځائي مشرتابه كردار ډېر مهم دے۔

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں