پېنډې 02 جنوری (اے پی پی) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې پيپلز ګوند به په هر ډول ټاكنو كښې برخه اخلي، د پي ډي اېم د لانګ مارچ به هركلې كولې شي او خاطر تواضع به ئې هم كولې شي، وزيراعظم د مذاكراتو بلنه وركړې خو په كرپشن ، اېن آر او به خبره نه كېږي، دا به د بهترې كال وي، برآمدات به څلور اربه ډالرو ته رسوو. تېره ورځ په كېمپ آفس پېنډې كښې مېډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې بايد په قومي مسئلو خبرې وشي. وزيراعظم اپوزيشن ته د مذاكراتو بلنه وركړې خو دا ئې هم واضحه كړې چې د كرپشن په كېسونو او اېن آر او به كومه خبره نه كېږي. ده ووئيل چې د پي ډي اېم ګوندونه يو موټې نه دي، د مسلم ليګ يوه لويه برخه د استعفٰي ګانو په ضد ده او د مريم نواز په وېنا به كوم ليګې استعفٰي ورنه كړي. ده ووئيل چې د پخواني وزيراعظم نواز شريف بيانيه په لندن كښې دفن كول غواړو. ده ووئيل چې كومه پاليسي د جمعيت علما هند ده، هم هغه پاليسي د مولانا فضل الرحمان د جمعيت ده. ده ووئيل چې كه پي ډي اېم په ضمني ټاكنو او د سېنېټ په ټاكنو كښې برخه اخلي نو مثبت څېره به ئې په نظر راشي. وفاقي وزير ووئيل چې د پي آئي اے د نجكارې په اړه په اطلاعاتو كښې كوم صداقت نشته خو په دې كښې بهترې لپاره اصلاحات كوو.